د ریاست عملداري په ځائ ساتلو له د قانون نافذ كوٶنكو ادارو كردار د ستائنې وړ دے ۔ محمد نواز شريف

اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي)د وزیراعظم محمد نواز شریف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې په غونډه كښې د ریاست عملداري په ځائ ساتلو له د قانون نافذ كوٶنكو ادارو كردار ستائل كېدو سره سره په اسلام آباد د يلغار او د بندولو د صورتحال په ښه ډول مخنيوي له د داخله وزير چوهدري نثار علي خان د هڅو هم ستائنه شوې۔ د شورو په ورځ د وزیراعظم په مشرۍ كښې د كابينې غونډه وشوه چې پكښې د رياست تحفظ لپاره په غوره وظيفه ترسره كولو د چوهدري نثار علي خان ستائنه شوې۔ وزیراعظم ووئيل د ریاست عملداري په ځائ ساتلو له د قانون نافذ كوٶنكو ادارو كردار د ستائنې وړ دے۔ په دې موقع داخله وزير ووئيل چې ما د وزیراعظم محمد نواز شریف په لارښودنه او مشرۍ كښې خپل وظيفه ترسره كړې او د ھغه د باور اور په ملاتړ كولو مننه كوم۔ ده پولیس او فرنټیئر کانسټېبلري ته پېروزنې وړاندې كولو سره ووئيل چې دوي رياست او قانون سره ودرېدلي۔ د دې څخه وړاندې د كابينې غونډه كښې د مذهبي چارو دوهم وزير پير امين الحسنات د قرآن پاك تلاٶت وكړو او غونډه پېل شوه۔ د كابينې په غونډه كښې د ګډاني شپ یارډ د اورر لګېدو په پېښه كښې د حق رسېدليو او په پوليس ټرېننګ كالج كوئټه كښې شهيدانو لپاره فاتحه خواني شوې۔(م ع/ګ ل/1501)