وزیراعظم محمد نواز شریف د تېلو بيعه زياتولو له د اوګرا سمري رد كړه٬ بيعه نومبر مياشتې له په ځائ ساتلو امر

اسلام آباد 31 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف د پټروليم مصنوعاتو بيعه زياتولو لپاره د اوګرا سمري رد كولو سره بيعه د اكتوبر مياشتې په كچه د ساتلو امر كړې دې ۔ د خزانې وزير اسحاق ډار د ګل په ورځ خبري كنفرنس كښې اعلان وكړو چې د اوګرا لخوا د نومبر مياشتې لپاره د پټرولم مصنوعاتو بيعه زياتولو سمري رالېږلې شوې وه چې له مخې ئې …

اسلام آباد 31 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف د پټروليم مصنوعاتو بيعه زياتولو لپاره د اوګرا سمري رد كولو سره بيعه د اكتوبر مياشتې په كچه د ساتلو امر كړې دې ۔ د خزانې وزير اسحاق ډار د ګل په ورځ خبري كنفرنس كښې اعلان وكړو چې د اوګرا لخوا د نومبر مياشتې لپاره د پټرولم مصنوعاتو بيعه زياتولو سمري رالېږلې شوې وه چې له مخې ئې د پټرولو بيعه د 64.27 نه 66.56 روپۍ ٬ د هائی سپیډ ډیزل بيعه د 72.52 نه 74.52 روپۍ كول٬ د هائي اوکټین بيعه د 72.78 څخه 82.50 روپۍ ٬ د خاورو تېلو بيعه د 43.34 نه 50 روپۍ او د لائټ ډيزل بيعه د 45.34 نه د 49.74 روپو كولو سفارش كړې ٶ۔ ده ووئيل وزیراعظم محمد نواز شریف د پټروليم بعيه د اكتوبر مياشتې په كچه د ساتلو امر كړې ۔ د خزانې وزير ووئيل اوسني حكومت چې اقتدار ترلاسه كړو نو په پټرولو 14.70 روپۍ، په هائي سپیډ ډیزل 15.66 روپۍ ،د خاورو په تېلو 14.30 روپۍ ، په لائټ ډیزل 13.55 روپۍ ، په هائی اوکټین د 19.32 روپۍ په حساب سره جنرل سېلز ټېكس لاګو ٶ او د نومبر په وړومبۍ كال 2016 كښې د پټروليم مصنوعاتو په بيعه دې حسب سره جنرل سېلز ټېكس لاګو دے په پټرولو 9.10 روپۍ، په هائي سپیډ ډیزل 17.99 روپۍ، د خاورو په تېلو 0.85 روپۍ په لائټ ډيزل 0.85 روپۍ او په هائي اكټين 10.56 روپۍ د ليټر په سر دے

مزید خبریں