د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري محمد برجيس طاهر د آزادۍ په ورځ ګلګت بلتستان اولس له مباركي

اسلام آباد31 اکتوبر (اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري محمد برجيس طاهر د آزادۍ په ورځ ګلګت بلتستان اولس له مباركي وركولو سره وئېلي دي د نن څخه 69 كاله وړاندې څنګه چې د ګلګت بلتستان اولس د ډوګرا راج د غلامۍ څخه آزاد شوے ؤ او څنګه چې ډوګرو او سيكهانو څخه 28 زره مربعه ميله سيمه خلاصه كړې وه هغه د ستائنې …

اسلام آباد31 اکتوبر (اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري محمد برجيس طاهر د آزادۍ په ورځ ګلګت بلتستان اولس له مباركي وركولو سره وئېلي دي د نن څخه 69 كاله وړاندې څنګه چې د ګلګت بلتستان اولس د ډوګرا راج د غلامۍ څخه آزاد شوے ؤ او څنګه چې ډوګرو او سيكهانو څخه 28 زره مربعه ميله سيمه خلاصه كړې وه هغه د ستائنې ده۔د مباركۍ په خپل پېغام كښې ده ووئيل 69 كاله وړاندې د ګلګت بلتستان د اسلافو قربانو په وجه نن د ګلګت بلتستان اولس په آزادۍ ژوند تېروي۔ده ووئيل وزيراعظم محمد نواز شريف په مشرۍ كښې د مسلم ليګ(ن)حكومت د ګلګت بلتستان پرمختګ خوښي لري او د ګلګت بلتستان صوبائي حكومت ته عملي شكل وركولو له شپه او ورځ هڅې كوي۔ده ووئيل د پاك چين اقتصادي راهدارۍ پروژه د اوسني حكومت د اړخه د ګلګت بلتستان اولس لپاره لويه ډالۍ ده او دې سره به د پرمختګ يو نوې دور پېل شي۔ده ووئيل نن مونږ د دې خبرې پخلے كوو چې د ګلګت بلتستان د اولس مذهبي هم غږي او د ورورولۍ فضاﺀ په ځاې ساتلو سره به د سيمې پرمختګ كښې برخه اخلو ۔ ده ووئېل د ګلګت بلتستان اولس د هېواد سره مينه لري۔

مزید خبریں