ملګري ملتونه 07 مئي (اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونیوګوترش د افغانستان په خوست ښار كښې په يو جومات كښې په ووټر رجسټرېشن سېنټر د ترسره شوي بريد په سختو ټګو كښې غندنه كړې د كوم په نتيجه كښې چې يو شمېر كسان وژلي او ژوبل شوي۔ د عمومي سېكتر وياند لخوا جاري شوي يو بيان ترمخه ده افغانستان كښې د ټاكنو عمل لپاره د نړيوالې ادارې …
د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونیوګوترش افغانستان كښې په جومات ترسره شوې بريد وغندلو

مزید خبریں
ملګري ملتونه 07 مئي (اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونیوګوترش د افغانستان په خوست ښار كښې په يو جومات كښې په ووټر رجسټرېشن سېنټر د ترسره شوي بريد په سختو ټګو كښې غندنه كړې د كوم په نتيجه كښې چې يو شمېر كسان وژلي او ژوبل شوي۔ د عمومي سېكتر وياند لخوا جاري شوي يو بيان ترمخه ده افغانستان كښې د ټاكنو عمل لپاره د نړيوالې ادارې لخوا د مرستې په اهميت زور راوړې۔ خپل پېغام كښې افغان اولس سره د يووالي څرګندونه كولو سره عمومي سېكتر ووئيل افغان اولس ټاكنو كښې برخه اخستلو سره خپل آئيني حق ترلاسه كول غواړي۔ ده د حق رسېدليو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړه او د ژوبل شويو زر روغتيا له ئې د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ دا خبره دې ښكاره وي چې دې بريد كښې لږ تر لږ 17 تنه مړه او 37 نور ژوبل شوي وو۔











