په مقبوضه كشمير كښې هندي ځواكونو په سرينګر كښې 4 كشميري ځوانان شهيدان كړل

سرينګر 05 مئي (اے پي پي) په مقبوضه كشمير كښې هندي ځواكونو د خپلې رياستي ترهګرې په تازه كارروائيو كښې په سرينګر كښې 4 كشميري ځوانان شهيدان كړي دي۔ د كشمير مېډيا سروس له مخې هندي ځواكونو درې كشميري ځوانان د سرينګر په چهته بل سيمه كښې د محاصرې او د لټون د كارروائې په مهال شهيدان كړي دي۔ له بلې خوا د سرينګر په صفاكدل سيمه كښې هندي ځواكونو …

سرينګر 05 مئي (اے پي پي) په مقبوضه كشمير كښې هندي ځواكونو د خپلې رياستي ترهګرې په تازه كارروائيو كښې په سرينګر كښې 4 كشميري ځوانان شهيدان كړي دي۔ د كشمير مېډيا سروس له مخې هندي ځواكونو درې كشميري ځوانان د سرينګر په چهته بل سيمه كښې د محاصرې او د لټون د كارروائې په مهال شهيدان كړي دي۔ له بلې خوا د سرينګر په صفاكدل سيمه كښې هندي ځواكونو په ګاډي په قصد يو ځوان وهلو سره شهيد كړے۔ د دې شهادتونو په ضد خلقو مظاهرې وكړې او د مظاهرچيانو او هندي ځواكونو ترمېنځه نښتې هم وشوې۔ قابض انتظاميې په سرينګر كښې د انټرنېټ سروس هم معطل كړے۔

مزید خبریں