د پاكستان اولس د پرمختګ او څوكالۍ ملګرتيا پريكړه كړی۔وفاقي وزير برجيس طاهر

اسلام آباد 28 اکتوبر(اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري محمد برجيس طاهر وئېلي دي د پاكستان اولس د پرمختګ او څوكالۍ ملګرتيا كولو پريكړه كړی ده ۔ده دا خبره د جمعې پھ ورځ شيخوپوره كښې د يو سړك پرانستې په مهال وكړه۔ده ووئيل د پلډاټ تازه سروے له مخې د پنجاب حكومت د ګوډ ګورننس او كاركردګۍ په حقله د ټولو صوبو څخه وړاندې روان دے كوم چې د مسلم ليګ(ن) او د هغوې د مشرانو په اولس كښې نوموړتيا ده ۔ده ووئيل د دې نه ځانله شوو ضمني ټاكنو او د كشمير د ټاكنو نتيجو څخه هم د دې خبرې عكاسي كېږي چې نواز شريف او د هغه ګوند پھ اولس كښې مقبوليت لري۔ده د عمران خان سياست رد كړو٬ده د عمران خان د سياست غندنې كولو سره ووئيل احتجاج كول د ټولو جمهوري حق دے خو د احتجاج پھ وجه د وګړو ژوند مفلوج كول او د هغوي كاروبار تباه كول كوم سياست دے۔ده ووئيل د عمران خان مقصد پاكستان عدم استحكام سره مخ كول او هغه به پھ دې مقصد كښې چرې هم بريالې نه شي