د ډاكټر مليحه لودهي په ملګرو ملتونو كښې د پاكستاني مشن په دوره راغلي د امريكائي وار كالج يو پلاوي سره خبرې

اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان سفيرې ډاكټر مليحه لودهي وئيلي دي چې پاكستان ته په ملګرو ملتونو كښې د قدر په سترګه كتلې شي ځكه چې پاكستان د نړيوالې ادارې پالېسې كامياب كولو لپاره موثر اقدامات كوي٬ د تېرو څو كلونو په مهال پاكستان د ملګرو ملتونو په يو شمېر ادارو كښې منتخب شوے۔ هغې دا خبرې په ملګرو ملتونو كښې د …

اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان سفيرې ډاكټر مليحه لودهي وئيلي دي چې پاكستان ته په ملګرو ملتونو كښې د قدر په سترګه كتلې شي ځكه چې پاكستان د نړيوالې ادارې پالېسې كامياب كولو لپاره موثر اقدامات كوي٬ د تېرو څو كلونو په مهال پاكستان د ملګرو ملتونو په يو شمېر ادارو كښې منتخب شوے۔ هغې دا خبرې په ملګرو ملتونو كښې د پاكستاني مشن په دوره راغلي د امريكائي وار كالج يو پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وكړې۔ پاكستانې سفيرې ووئيل چې پاكستان 7 ځله د امنيتي كونسل او څلور ځله د بشري حقونو د كونسل غړے ټاكل شوے۔ هغې ووئيل چې پھ ملګرو ملتونو كښې د پاكستان كردار د امن٬ استحكام٬ پرمختګ او د انساني حقونو د تحفظ په څانګو كښې بنيادي اهميت لري۔ پاكستانې سفير ووئيل چې په نړيواله كچه امن او امان راوستلو لپاره د ملګرو ملتونو په پوځ كښې د پاكستاني عسكرو نمائندګي په نړۍ كښې تر ټولو زياته ده٬ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان كردار ډېر مهم دے۔ هغې پلاوې د پاكستان په سياسي٬ امنيتي او اقتصادي څانګو كښې د ترلاسه شويو كاميابو په اړه هم خبر كړو۔ هغې ووئيل چې په هېواد كښې جمهوريت مستحكم شوے۔ هغې پلاوي ته ووئيل چې پاكستان د ترهګرې په ضد جنګ كښې ځانګړې كاميابې ترلاسه كړې دي او د يوې جامع لائحې د لارې د پاك خاورې څخه د ترهګرو ډلو خاتمه شوې۔ هغې ووئيل چې پاكستان د ترهګرې په ضد په نړۍ كښې تر ټولو لوي جنګ كړے٬ په دې كښې دوه لكه عسكرو ګډون كړے او هم دا وجه ده چې د دې تاريخي نتيجې راووتلې۔ هغې ووئيل چې زمونږ كار لا ختم شوے نه دے٬ مونږ په دې لړ كښې لا هم هڅې روانې ساتلې دي او په نتيجه كښې ئې هېواد محفوظ او سوله ايز شوے۔

مزید خبریں