واشنګټن 21 اپرېل (اے پي پي) د امريكې په بېلا بېلو سيمو كښې د ډزو په پېښو كښې 14 كسان مړه شوي دي۔ د نړيوالې مېډيا له مخې د امريكې په ورجينيا٬ تنسي٬ پنسلوانيا او انډيانا ايالتونو كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د ډزو 54 پېښې رامېنځ ته شوې دي چې پكښې 14 كسان مړه او 27 ژوبل شوي دي۔ د دې راپور له مخې د تېرو 48 …
په امريكا كښې د ډزو په پېښو كښې 14 كسان مړه شوي

مزید خبریں
واشنګټن 21 اپرېل (اے پي پي) د امريكې په بېلا بېلو سيمو كښې د ډزو په پېښو كښې 14 كسان مړه شوي دي۔ د نړيوالې مېډيا له مخې د امريكې په ورجينيا٬ تنسي٬ پنسلوانيا او انډيانا ايالتونو كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د ډزو 54 پېښې رامېنځ ته شوې دي چې پكښې 14 كسان مړه او 27 ژوبل شوي دي۔ د دې راپور له مخې د تېرو 48 ساعتونو په مهال د امريكې په بېلا بېلو سيمو كښې د ډزو 172 پېښې رامېنځ ته شوې دي او پكښې 40 كسان مړه او 81 ژوبل شوي دي۔ د سركاري شمېرو له مخې په امريكا كښې عام 3 سوه مليونه وګړي وسله لري۔











