اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند وئيلي دي پاکستان كښې د ترهه ګرۍ هلو ځلو لپاره د افغانستان خاورې كارول كېدو ښكاره ثبوتونه لرو۔ د زيارت په ورځ د كشمير پحقله د تورې ورځ لمانځلو په موقع ميډيا سره خبرو كښې كوئټه كښې د ترهه ګرۍ په بريد كښې د خارجي لاس پحقله د پوښتنې په ځواب وياند ووئيل پاکستان كښې د ترهه ګرۍ هلو …
پاکستان كښې د ترهه ګرۍ هلو ځلو له د افغانستان خاورې كارول كېدو ښكاره ثبوتونه لرو۔ خارجه دفتر

مزید خبریں
اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند وئيلي دي پاکستان كښې د ترهه ګرۍ هلو ځلو لپاره د افغانستان خاورې كارول كېدو ښكاره ثبوتونه لرو۔ د زيارت په ورځ د كشمير پحقله د تورې ورځ لمانځلو په موقع ميډيا سره خبرو كښې كوئټه كښې د ترهه ګرۍ په بريد كښې د خارجي لاس پحقله د پوښتنې په ځواب وياند ووئيل پاکستان كښې د ترهه ګرۍ هلو ځلو لپاره د افغانستان خاورې كارول كېدو ښكاره ثبوتونه لرو۔ ده ووئيل بلوچستان كښې نيولې شوې د “را” اېجنټ كلبهوشن ياديو پاكستان كښې د تخريبي كاروائۍ اعترافي بيانونه موجود دي۔ کلبھوش ياديو ته د قونصلر رسنې په اړه د پوښتنې په ځواب وياند ووئيل چې د پاكستان او هند ترمېنځه په كال 2008 كښې لوظنامه شوې ده چې پكښې د قونصلر رسنې ټول شرائط شته ٬ قونصلر ته د رسنې پرېكړه به د صورتحال جاج اخستو نه پس كولې شي۔ وياند ووئيل د “را” اېجنټ كېس پحقله پلټنې روانې دي او ډوزېئرز به په مناسب وخت د نړيوالې ورورولۍ ته وړاندې كولې شي ۔











