امريكائي اولس مشر سره به د المان د چانسلرې ملاقات د اپرېل په 27مه نېټه كېږي٬ په ملاقات كښې به د اېران اتومي پروګرام په اړه په نړيواله لوظنامه خبرې كولې شي

واشنګټن 19 اپرېل (اے پي پي) د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ به د اپرېل په 27مه نېټه د المان چانسلرې انجيلا مركل كوربتوب كوي۔ د المان خبر رسنې ادارې له مخې د دې ملاقات نه وړاندې به د فرانس اولس مشر ايمانوئل ماكرون هم د امريكې اولس مشر سره ملاقات كوي۔ وئيلي كېږي چې په دې ملاقاتونو كښۍ به د اېران اتومي پروګرام په اړه په نړيواله لوظنامه خبرې …

واشنګټن 19 اپرېل (اے پي پي) د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ به د اپرېل په 27مه نېټه د المان چانسلرې انجيلا مركل كوربتوب كوي۔ د المان خبر رسنې ادارې له مخې د دې ملاقات نه وړاندې به د فرانس اولس مشر ايمانوئل ماكرون هم د امريكې اولس مشر سره ملاقات كوي۔ وئيلي كېږي چې په دې ملاقاتونو كښۍ به د اېران اتومي پروګرام په اړه په نړيواله لوظنامه خبرې كولې شي۔ د امريكې اولس مشر وئيلي دي چې كه په دې لوظنامه كښې شته خامې لرې نه كړې شوې نو هغه به د دې څخه جلا شي

مزید خبریں