اسلام آباد 18 اپرېل (اے پي پي) په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان سفيرې مليحه لودهي وئيلي دي چې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل دې په مقبوضه كشمير كښې په مېرمنو د جنسي تشدد خاتمې لپاره خپل كردار ترسره كړي۔ د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې د جنسي تشدد خاتمې په اړه په خپله وېنا كښې د پاكستان سفيرې مليحه لودهي ووئيل چې د ميانمر نه واخله تر مقبوضه …
د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل دې په مقبوضه كشمير كښې په مېرمنو د جنسي تشدد خاتمې لپاره خپل كردار ترسره كړي۔ مليحه لودھي

مزید خبریں
اسلام آباد 18 اپرېل (اے پي پي) په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان سفيرې مليحه لودهي وئيلي دي چې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل دې په مقبوضه كشمير كښې په مېرمنو د جنسي تشدد خاتمې لپاره خپل كردار ترسره كړي۔ د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې د جنسي تشدد خاتمې په اړه په خپله وېنا كښې د پاكستان سفيرې مليحه لودهي ووئيل چې د ميانمر نه واخله تر مقبوضه كشمير په لانجه منو سيمو كښې رياستي او غېر رياستي عناصر په مخالفه آبادې فشار اچولو لپاره په مېرمنو جنسي تشدد د وسلې په توګه كاروي۔ هغې ووئيل چې دا يو حقيقت دے په لانجه منو سيمو كښې جبر او ظلم سره سره د مخالفينو آواز خاموش كولو لپاره په مېرمنو جنسي تشدد معمول جوړ شوے۔ هغې ووئيل چې په ټوله نړۍ كښې امن لپاره په روان امن مشن كښې د پاكستان پوځ مهم كردار ترسره كوي او د امن او استحكام په خاطر د 144 نه زياتو اهلكارو ځان قربان كړے۔











