په هند كښې د پاكستان هائي كمشنر د مذهبي ځايونو د دورې په لړ كښې د هند او پاكستان ترمېنځه د دوه اړخيزه لوظنامې په عملي كولو ټينګار كړے

اسلام آباد 15 اپرېل (اے پي پي) په هند كښې د پاكستان هائي كمشنر سهېل محمود د مذهبي ځايونو د دورې په لړ كښې د هند او پاكستان ترمېنځه د كال 1974م د دوه اړخيزه لوظنامې په عملي كولو ټينګار كړے۔ د هند ټريبيون ورځپاڼې سره په يوه مركه كښې ده ووئيل چې پاكستان د مذهبي ځايونو تحفظ او د ټولو مذهبونو منونكو ته د دې ځايونو د دورې كولو …

اسلام آباد 15 اپرېل (اے پي پي) په هند كښې د پاكستان هائي كمشنر سهېل محمود د مذهبي ځايونو د دورې په لړ كښې د هند او پاكستان ترمېنځه د كال 1974م د دوه اړخيزه لوظنامې په عملي كولو ټينګار كړے۔ د هند ټريبيون ورځپاڼې سره په يوه مركه كښې ده ووئيل چې پاكستان د مذهبي ځايونو تحفظ او د ټولو مذهبونو منونكو ته د دې ځايونو د دورې كولو په موقع د هر ډول اسانيو وركولو هڅه كړې۔ ده په دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه چې د پاكستان زائرېنو ته د جمېر شريف او د نظام الدين اوليا په عرس كښې ګډون كولو لپاره وېزې جاري نه كړې شوې۔

مزید خبریں