بماكو 15 اپرېل (اے پي پي) په مالي كښې د فرانس او د ملګرو ملتونو په امن مشن د بريد په نتيجه كښې د فرانس 10 عسكر ژوبل شوي دي۔ د ځائي چارواكو له مخې جنګيالو دا بريد په ټمبكټو كښې د امن عسكرو لباس اغوستلو سره كړے۔ وئيلي شوي دي چې په بريد كښې دوه موټري بمي بريدونه او راكټي بريدونه شوي دي۔ د مالي حكومت وئيلي دي چې …
په مالي كښې د فرانس او د ملګرو ملتونو په امن مشن بريد٬ د فرانس 10 عسكر ژوبل شوي

مزید خبریں
بماكو 15 اپرېل (اے پي پي) په مالي كښې د فرانس او د ملګرو ملتونو په امن مشن د بريد په نتيجه كښې د فرانس 10 عسكر ژوبل شوي دي۔ د ځائي چارواكو له مخې جنګيالو دا بريد په ټمبكټو كښې د امن عسكرو لباس اغوستلو سره كړے۔ وئيلي شوي دي چې په بريد كښې دوه موټري بمي بريدونه او راكټي بريدونه شوي دي۔ د مالي حكومت وئيلي دي چې په دې كارروائې كښې د ملګرو ملتونو يو عسكر مړ او د فرانس لس عسكر ژوبل شوي دي۔ د كال 2013م نه په مالي كښې په داسې بريدونو كښې د امن مشن 162 امن عسكر او نور اهلكار وژل شوي دي۔











