امريكې٬ فرانس او برتانيې په سوريه بريد وكړو

لندن 14 اپرېل (اے پي پي) امريكې٬ فرانس او برتانيې په سوريه بريد كړے او د سوريې حكومت ادعا كړې چې د سوريې ځواكونو ګڼ شمېر بريد كوونكي توغندي تباه كړي دي۔ د بي بي سي له مخې د بريد اعلان كولو سره د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ ووئيل چې مونږ د دې ځوابي كارروائې تر هغه وخت روانې ساتلو لپاره تيار يو تر څو چې د سوريې حكومت …

لندن 14 اپرېل (اے پي پي) امريكې٬ فرانس او برتانيې په سوريه بريد كړے او د سوريې حكومت ادعا كړې چې د سوريې ځواكونو ګڼ شمېر بريد كوونكي توغندي تباه كړي دي۔ د بي بي سي له مخې د بريد اعلان كولو سره د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ ووئيل چې مونږ د دې ځوابي كارروائې تر هغه وخت روانې ساتلو لپاره تيار يو تر څو چې د سوريې حكومت د ممنوعه كمياوي وسلو استعمال نه وي پرېښې۔ د امريكې د دفاع وزير جېمز مېټس په واشګنټن كښې خبريالانو سره په خبرو كښې ووئيل چې في الحال دا ون ټائم هټ و۔ له بلې خوا روسيې امريكې ته خبردارې وركړے چې هغه به كوم نه كوم غبرګون سره مخ كېږي۔ د سوريې د حكومت يو سلاكار بي بي سي سره په خبرو كښې وئيلي دي چې كه دا معامله د كيماوي وسلو وه نو د كمياوي وسلو د مخ نيوي د نړيوال تنظيم استازي خو لا سوريې ته رسېدلي دي٬ بايد د هغوي د پلټو انتظار وكړے شي۔ له بلې خوا د لېبنان ملېشيا حزب الله په خپل يو بيان كښې وئيلي دي چې د امريكې لخوا د سوريې په ضد روان جنګ د آزادې او د مقاومتي تحريكونو په ضد دے٬ دا جنګ به خپل اهداف ترلاسه نه كړے شي۔ په امريكا كښې د روسيې سفير اناطولي انوتوف په خپل يو بيان كښې وئيلي دي چې د هغه د هېواد اندېښنې په حقيقت بدلېږي۔ ده ووئيل چې دا پلان د وړاندې تيار شوے او اوس عملي كولې شي۔ ده ووئيل چې د داسې اقدامات ذمه وار به واشنګټن٬ لندن او پېرس وي۔ په بيان كښې وئيلي شوي دي چې د روسيې د اولس مشر بې عزتې د قبلولو وړ نه ده۔ ده ووئيل چې امريكا كومه چې د كمياوي وسلو تر ټولو لويه ذخيره لري٬ هېڅ حق نه لري چې په نورو هېوادونو تورونه ولګوي۔ د سوريې اولس مشر بشارالاسد وئيلي دي چې د سوريې په خاوره د امريكې او د هغې د اتحاديانو د مېزائل بريد د نړيوالو قوانينو خلاف ورزي ده۔ له بلې خوا پېنټاګون وئيلي دي چې په بريد كښې د كمياوي وسلې جوړونكې مهم پروګرام په نښه كړے شوے خو د سوريې سركاري ذريعو وئيلي دي چې يو شمېر بريدونه ناكام كړې شوي دي۔

مزید خبریں