په سوريه كښې د كمياوي بريد ثبوتونه موجود دي

پېرس 13 اپرېل (اے پي پي) د فرانس اولس مشر ايمانوئل ماكرون وئيلي دي چې تېره اونې د سوريې په ختيزه غوطه سيمه كښې د شوي كمياوي بريد شواهد ترلاسه شوي دي۔ د فرانسوې مېډيا له مخې په خپله يوه مركه كښې اولس مشر ووئيل چې د سوريې د اولس مشر بشار الاسد حكومت دا بريد په خاص وخت كښې كړے۔ ده ووئيل چې په دې بريد كښې د كلورين …

پېرس 13 اپرېل (اے پي پي) د فرانس اولس مشر ايمانوئل ماكرون وئيلي دي چې تېره اونې د سوريې په ختيزه غوطه سيمه كښې د شوي كمياوي بريد شواهد ترلاسه شوي دي۔ د فرانسوې مېډيا له مخې په خپله يوه مركه كښې اولس مشر ووئيل چې د سوريې د اولس مشر بشار الاسد حكومت دا بريد په خاص وخت كښې كړے۔ ده ووئيل چې په دې بريد كښې د كلورين د موجودګې شواهد ترلاسه شوي دي۔ ده ووئيل چې فرانس به هم د دې بريد په مناسب وخت ځواب وركوي۔

مزید خبریں