كابل 04 اپرېل (اے پي پي) په افغانستان كښې د مارچ په مياشت كښې د تشدد په پېښو كښې 121 وګړي مړه او 322 ژوبل شوي دي۔ د امريكائي خبر رسنې ادارې له مخې سولين پروټېكشن اېډوكېسي ګروپ په خپل يو راپور كښې وئيلي دي چې د مارچ په يوويشتمه نېټه په ځانمرګي بريد كښې 33 كسان وژل شوي وو۔ د مارچ په مياشت كښې دا تر ټولو خونړې بريد …
په افغانستان كښې د مارچ په مياشت كښې د تشدد په پېښو كښې 121 وګړي وژل شوي
كابل 04 اپرېل (اے پي پي) په افغانستان كښې د مارچ په مياشت كښې د تشدد په پېښو كښې 121 وګړي مړه او 322 ژوبل شوي دي۔ د امريكائي خبر رسنې ادارې له مخې سولين پروټېكشن اېډوكېسي ګروپ په خپل يو راپور كښې وئيلي دي چې د مارچ په يوويشتمه نېټه په ځانمرګي بريد كښې 33 كسان وژل شوي وو۔ د مارچ په مياشت كښې دا تر ټولو خونړې بريد و۔ په دې بريد كښې 65 كسان ژوبل هم وو۔ يو بل ځانمرګي بريد د مارچ په 23مه نېټه د هلمند په لښكرګاه سيمه كښې شوے و٬ په دې بريد كښې 14 كسان مړه او 42 كسان ژوبل شوي وو










