په صوماليه كښې د افريقائي اېتلاف په چاؤڼې د الشباب په بريد كښې د يوګنډا 46 عسكر وژل شوي

موغاديشو 02 اپرېل (اے پي پي) په صوماليه كښې د افريقائي اېتلاف په چاؤڼې د الشباب په دوه ځانمرګي بريدونو او ډزو كښې د يوګنډا 46 عسكر وژل شوي دي۔ د المانې مېډيا له مخې يو پوځي چارواكو كرنل احمد حسن وئيلي دي چې په دا پېښه په شبيلي سيمه كښې رامېنځ ته شوې۔ د برتانيې يوې ورځپاڼې د ځائي چارواكو په قول وئيلي دي چې په بريد كښې 46 …

موغاديشو 02 اپرېل (اے پي پي) په صوماليه كښې د افريقائي اېتلاف په چاؤڼې د الشباب په دوه ځانمرګي بريدونو او ډزو كښې د يوګنډا 46 عسكر وژل شوي دي۔ د المانې مېډيا له مخې يو پوځي چارواكو كرنل احمد حسن وئيلي دي چې په دا پېښه په شبيلي سيمه كښې رامېنځ ته شوې۔ د برتانيې يوې ورځپاڼې د ځائي چارواكو په قول وئيلي دي چې په بريد كښې 46 عسكر وژل شوي دي۔ په راپور كښې وئيلي شوي دي چې په دې بريد كښې د صوماليه يو عسكر هم وژل شوے۔ الشباب ډلې ادعا كړې چې په دې بريد كښې د اروپائي اېتلاف 59 عسكر وژل شوي دي