ټول قام د ترهه ګرۍ په ضد يو موټے دے۔ اقبال ظفر جهګړا

پېښور 25 اکتوبر(اے پی پی) د خېبرپښتونخوا ګورنر انجینئراقبال ظفرجھګړا كوئټه كښې د پولیس په ټریننګ کالج د ځانمرګي بريد سخته غندنه كړې او پھ قيمتي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه كړې۔ بلخوا ګورنر چارسده داؤدزئی كښې د پوليو په ډله د ترهه ګرۍ بريد هم په سختو ټكو غندلې دے۔ ګورنر ووئيل ټول قام د ترهه ګرۍ په ضد يو موټې دے او دې ډول ناوړه بريدونو سره د حکومت، امنيتي ځواكونو او قام عزام کمزورې كيدې نشي۔ ده ووئيل دا يو ناوړه او ظالمانه اقدامات دے ۔ګورنر ووئيل دې ډول بريدونو كښې ككړ عناصر د قانون څخه بچ كيدې نشي او دې كښې ككړ كسان به انصاف سره مخ كولې شي۔ ګورنر په پېښه كښې د غمجنو كونيو سره غمرازي ښكاره كړه او شهيدانو لوړو درجو له دې دعا اوكړه