د هندي ځواكونو په لائن آف كنټرول او وركنګ باٶنډي ډزې٬ د پاك پوځ په ځوابي كاروائۍ هندۍ پوپې غلې شوې

اسلام آباد 25 اکتوبر (اے پي پي) هندي ځواكونو په لائن آف كنټرول او د وركنګ باٶنډي په بهمبر او چپراړ سيمو كښې ډزې كړې دې ٬ د پاك پوځ په ځوابي كاروائۍ هندي توپې غلې شوې دي ۔ د آئي اېس پي آر لخوا د نهې په ورځ د جاري شوي بيان له مخې هندي امنيتي ځواكونو په بهمبر او چپراړ سيمو ډزې كړې د كومو چې پاك پوځ بشپړ ځواب وركړې دے٬ تر آخري اطلاع راتلو ډزې روانې وي