اولس مشر ممنون حسېن په قطر كښې د پاكستان اېجوكېشن سنټر دوره وكړه

دوحه 23 اکتوبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن د اتوار په ورځ په قطر كښې د پاكستاني سفارت لخوا د چلېدونكي پاكستان اېجوكېشن سنټر دوره وكړه او زده كوونكو سره ئې خبرې وكړې۔ اولس مشر ممون حسېن د قطر امير شېخ تميم بن حماد بن خليفه الثاني په بلنه د قطر د څلور ورځنې سركاري دورې په لړ كښې په دوحه كښې دے۔ اولس مشر په په دوحه …

دوحه 23 اکتوبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن د اتوار په ورځ په قطر كښې د پاكستاني سفارت لخوا د چلېدونكي پاكستان اېجوكېشن سنټر دوره وكړه او زده كوونكو سره ئې خبرې وكړې۔ اولس مشر ممون حسېن د قطر امير شېخ تميم بن حماد بن خليفه الثاني په بلنه د قطر د څلور ورځنې سركاري دورې په لړ كښې په دوحه كښې دے۔ اولس مشر په په دوحه كښې د پاكستاني اېجوكېشن سنټر د كتابتون او كلاسونو دوره هم وكړه۔ زده كوونكو سره ئې خبرې وكړې۔ د مېلمنو په كتاب ئې لاسليك وكړ او خپل تاثرات ئې هم وليكل۔ سنټر ته راتګ پرنسپل نرګس رضا او عملې د اولس مشر تود هركلې وكړو۔ د پاكستان په روايتي لباس كښې دوه ماشومانو اولس مشر ته د ګلونو ډالۍ وړاندې كړه۔ په قطر كښې د پاكستان سفير شهزاد احمد هم اولس مشر سره و۔ پاكستان اېجوكېشن سنټر په كال 1985م كښې جوړ شوے و چې پكښې د نړۍ د 27 هېوادونو زده كوونكي زده كړې كوي او پكښې په لويه شمېره پاكستانيان هم شامل دي۔ اولس مشر د اېجوكېشن سنټر د تعليمي معيار او اسانيو ستائنه وكړه۔

مزید خبریں