په فاټا كښې به د پوليو د مخ نيوي درې ورځنې كمپائن ﴿نن﴾ پېل كېږي

اسلام آباد 23 اکتوبر (اے پي پي) د وفاق تر انتظام په قبائيلي سيمو ﴿ فاټا﴾ كښې به د پوليو د مخ نيوي درې ورځنې كمپائن ﴿نن﴾ د ګل په ورځ پېل كېږي۔ د كمپائن په مهال به د پنځو كلونو نه د كم عمر لس لكه 68 زره 347 ماشومانو ته د پوليو څخه د ساتنې څاڅكي وركولې شي۔ كمپائن لپاره 4109 ډلې جوړې كړې شوې دي۔ د كمپائن …

اسلام آباد 23 اکتوبر (اے پي پي) د وفاق تر انتظام په قبائيلي سيمو ﴿ فاټا﴾ كښې به د پوليو د مخ نيوي درې ورځنې كمپائن ﴿نن﴾ د ګل په ورځ پېل كېږي۔ د كمپائن په مهال به د پنځو كلونو نه د كم عمر لس لكه 68 زره 347 ماشومانو ته د پوليو څخه د ساتنې څاڅكي وركولې شي۔ كمپائن لپاره 4109 ډلې جوړې كړې شوې دي۔ د كمپائن په مهال به د پوليو ډلو ته مكمل امنيت وركولې شي۔ د فاټا نېشنل اېمرجنسي سنټر پوليو كوارډينېټر شكيل قادرخان اے پي پي ته وئيلي دي چې په كمپائن كښې به درې زره 711 ګرځينده٬ 296 فكسډ او 102 ټرانزټ ډلې برخه اخلي٬ دا كمپائن به د اكتوبر په 26مه نېټه ماښام پاې ته رسي۔

مزید خبریں