د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار د اېف پي سي سي آئي كېپيټل هاؤس پرانستې دستورې ته وېنا

اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار وئيلي دي چې د اوسني حكومت پالېسو ديواليه كېدونكي معيشت ته نوې ژوند وركړے٬ سياسي مخالفين د اقتصادي كاركردګې له امله د ماتې څخه يرېږي٬ مخالفين د هېواد پرمختګ نه شي هضمولې٬ د نړيوالو پوهانو له مخې تر كال 2050م به پاكستان د نړۍ تر ټولو لوي معيشت وي۔ ده دا خبرې د خالي په ورځ …

اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار وئيلي دي چې د اوسني حكومت پالېسو ديواليه كېدونكي معيشت ته نوې ژوند وركړے٬ سياسي مخالفين د اقتصادي كاركردګې له امله د ماتې څخه يرېږي٬ مخالفين د هېواد پرمختګ نه شي هضمولې٬ د نړيوالو پوهانو له مخې تر كال 2050م به پاكستان د نړۍ تر ټولو لوي معيشت وي۔ ده دا خبرې د خالي په ورځ په اسلام آباد كښې ډار د اېف پي سي سي آئي كېپيټل هاؤس پرانستې دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ ده ووئيل چې د نائن الېون نه پس د هغه وخت واكمنو غلطې پرېِكړې وكړې او له امله ئې معيشت ته د سل اربه ډالرو څخه زيات زيان ورسېدو خو مونږ معيشت نه نوې ژوند وركړو۔ ده ووئيل چې په كال 2013م كښې مركزي بانك سره د درې اربه ډالرو زرمبادله پانګې وې او 24.5 اربه ډالرو ته رسېدلې دي۔ ده ووئيل چې اوس حالات ډېر ښه شوي دي۔ چين په سي پېك كښې د 46 ا ربه ډالرو سرمايه كاري كوي٬ پاتې سرمايه كاري به پاكستان په خپله كوي۔ دستورې ته نورو هم وېنا وكړه۔

مزید خبریں