مقبوضه كشمير ته د هندي پوځ د داخلې ورځ د اكتوبر 27مه نېټه به پاكستان د تورې ورځې په توګه لمانځي۔ برجېس طاهر

اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري برجېس طاهر وئيلي دي چې مقبوضه كشمير ته د هندي پوځ د داخلې ورځ د اكتوبر 27مه نېټه به پاكستان د تورې ورځې په توګه لمانځي۔ اے پي پي سره په يوه مركه كښې وفاقي وزير ووئيل چې د تورې ورځې په موقع به نړۍ د هند د قبضې څخه خبرولې شي۔ ده ووئيل …

اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري برجېس طاهر وئيلي دي چې مقبوضه كشمير ته د هندي پوځ د داخلې ورځ د اكتوبر 27مه نېټه به پاكستان د تورې ورځې په توګه لمانځي۔ اے پي پي سره په يوه مركه كښې وفاقي وزير ووئيل چې د تورې ورځې په موقع به نړۍ د هند د قبضې څخه خبرولې شي۔ ده ووئيل چې په دې لړ كښې په يوه غونډه كښې د چمتووالې جاج اخستل شوې۔ په غونډه كښې د خارجه وزارت٬ صوبو٬ ګلګت بلتستان او د آزاد كشمير استازو ګډون كړے۔ ده ووئيل چې پاكستان د وړاندې نه د كشمير مسئله په نړيواله كچه په ښه ډول پورته كوي۔ وزيراعظم محمد نواز شريف سلامتي كونسل ته په وېنا كښې د كشمير مسئله په ښه ډول پورته كړې۔ ده ووئيل چې د كشمير په اړه د پاكستان دريځ واضح دے چې د دې مسئلې د حل نه غېر په منطقه كښې پوخ امن نه شي راتلې۔

مزید خبریں