
هرارے 21 اکتوبر (اے پي پي) د زمبابوے او سري لنکا كركټ لوبډلو د دوه ټېسټ مېچونو سېريز وړومبنې ټېسټ مېچ په 29م اكتوبر په هرارے سټېډيم كښې پېل كېږي۔ زمبابوے به په روانه او راتلونكې مياشت كښې د سري لنکا په ضد د دوه ټېسټ مېچونو نه پس د درې هېوادونو د ون ډے سيزيز كوربتوب كوي ۔ په دې سېريز كښې به د سري لنكا او زمبابوے نه علاوه وېسټ انډيز ګډون كوي۔ د دواړو كركټ ډلو ترمېنځه دويم ټېسټ مېچ به د 6 نه تر 10م نومبر په هرارے كښې كېږي۔