حكومت هېواد كښې اولس ته د روغتيا آسانيو وركولو له بشپړ ګامونه پورته كړي

APP36-21 RAHIM YAR KHAN: October 21 – Prime Minister Muhammad Nawaz Sharif addressing a ceremony Issuance of Health Card , aimed to facilitate the deserving people to avail healthcover. APP photo by Qasim Ghauri

رحيم يار خان 21 اکتوبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي حكومت هېواد كښې اولس له د روغتيا آسانيو وركولو لپاره بشپړ ګامونه پورته كړې ٬په دولتي او شخصي روغتونونو كښې د غريبانو د ګران نه ګران درملنه به هم په سركاري خرڅ كولې شي٬د غريبانو ښېګړی له په اړه به لوے څښتن له ځواب وركول وي٬هېواد كښې به 50 نوي روغتونونه جوړولې شي٬د ملتان٬سكهر موټروے سره به رحيم يارخان ته هم ګټھ ورسي٬د موټرويز جوړیدو سره به مزل كم شي او د مزل كمېدو سره به غريبي٬جهالت او پسماندګي ختمېږي٬ادارې مو ښه كړي او د ترهه ګر ۍ په ضد د پريكړې وړ جنګ روان دے۔ده دا خبره د جمعې پھ ورځ د وزيراعظم قامي صحت پروګرام جاري كولو دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔وزيراعظم مستحيقينو له د قامي صحت كارډ وركولو سره پنجاب كښې دا پروګرام په رسمې توګه پیل كړو۔وزيراعظم محمد نواز شريف ووئيل زه په دې ډېر خوشحاله يم چې قامي صحت پروګرام په رحيم يار خان كښې هم پیل كېږي او دا پروګرام به وخت په وخت ټول هېواد كښې خپور شي٬پھ 31 دسمبر 2015 ما دا پروګرام پېل كړې ؤ ۔ ده ووئېل په رحيم يار خان كښې هم د دې پروګرام ترمخه يو نيم لاك كورنۍ رجسټرډ كړی شوي۔وزيراعظم ووئيل دا پروګرام د هغه محرومو او غريبانو لپاره دے كوم چې خپل٬د خپل مور او پلار او د ښځې او يا ماشومان د درملنې استطاعت نه لري او هغوي د درملنې لپاره قرض اخلي او بيا د قرض وركولو استطاعت نه لري ۔ ده ووئېل ما خپل تېر حكومت كښې هم د پختورګي درملنې پروګرام پیل كړی ؤ او د غريبانو د ډاېئلائسسز هم خو له بده مرغه بيا وروستو حكومتونو په دې پروژه كار روان ونه ساتلو۔ده ووئيل بايد شتمند د داسې غريبانو په اړه سوچ وكړي كوم چې د درملنې استطاعت نه لري۔۔وزيراعظم ووئيل د هېواد پېسه د اولس امانت وي او په هغې كښې حيانت كول لويه ګناه ده۔ده ووئيل زه په اپوزيشن كښې ووم نو په سوات كښې مونږ د ګوردو روغتون جوړ كړې دغه روغتون زما په نامه جوړ شوې۔د روغتون د پرانستې په موقع ما ډېر ماشومان٬مشران او مېرمنې ليدلي د چا چې وړيا ډائيلاسسز كېده هغوي ما وليدل چې په دغې آسانيو ډېر خوشحاله دي۔وزيراعظم په دې موقع په دستوره كښې د موجود 32 كلن يو ځوان ذكر وكړو د چا چې دواړه ګوردې پیل شوي او د هغه ډائيلاسسز كېږي۔وزيراعظم ووئيل د دې ځوان درملنه به كېږي خو ده ته به نوې ګورده هم لګولې شي۔ده ووئيل ووئيل د دې ځوان د كورنۍ سره دومره پېسې هم نشته چې هغوي روغتون كرايه وكړي نو هغوي به د ده درملنه څنګه وكړي۔ده ووئيل داسې وګړو خيال نه ساتل لويې زياتې دے بايد مونږ دې پلو پام لرنه وكړو۔ده ووئيل حكومتونه ځي راځي بايد ټول حكومتونه د رنځورانو درملنې له داسې پروګرام پېل كولو ته پام لرنه وكړي۔ده د خزانې وزير اسحاق ډار مننه هم وكړه چا چې دې پروګرام له فنډ وركړې۔ده ووئيل كه د روغتيا پروګرامونو لپاره نيم بجټ هم پكار وي نو هم خرڅ كولې به شي۔وزيراعظم ووئيل د دې پروګرام مانيټرنګ لپاره ذمه وارۍ سپارلې شوي او د دې خبرې به پوره خيال ساتلې شي چې پروګرام په سمه توګه كار كوي۔د دې پروګرام ترمخه به د هر ډول ناروغۍ درملنه كولې شي۔ده ووئيل تر درې لكه روپو خرڅ به حكومت ادا كوي كه د دې څخه زيات هم خرڅ راځي نو حكومت به د دې انتظام هم كوي او د بېت المال څخه به د دې لپاره روپۍ وركولې شي۔ده ووئيل حكومت د قامي صحت پروګرام سره سره په هېواد كښې پنځوس نوې روغتونونه جوړوي دا روغتونونه به په ټول هېواد كښې جوړولې شي۔ده ووئيل اسلام آباد٬مظفرآباد٬كوټلي٬كوئټھ٬سكردو٬رحيم يارخان كښې دا پروګرام پېل شوې او 3 لكه 90 زره كورنۍ رجسټرډ شوي۔وزيراعظم ووئيل په دې پروګرام كښې كه كومې خرابۍ رامخې ته كېږي هغه به هم لرې كولې شي۔وزيراعظم د پنجاب اعلٰی وزير شهباز شريف مننه هم وكړه او هغه ته يې د اولسي ښېګړی او په خاص توګه د روغتيا څانګې پھ ذاتي څارنه افرين ووئېل۔ده د بلوچستان اعلٰی وزير هم ستائنه وكړه څوك چې په قامي صحت پروګرام كښې خوښي لري۔وزيراعظم د آزاد كشمير وزيراعظم او د ګلګت بلتستان اعلٰی وزير هم ياد كړه۔ده اولس ته ووئيل د دې پروګرام په حقله كومه هم ګيله د نادرا جوړ ټال فري لمبر 8500 باندې كولې شي۔ده ووئيل زه دلته نن سياسي خبرو له نه يم راغلې بايد په دې معامله سياست ونه كړی شي ځكه چې دا هغه كار دے د كوم چې اولس ته حاجت دے۔اولسي ښېګړو پروژو له كار كول زما وړومبې فرض دې۔وزيراعظم د قامي صحت پروګرام دوهم وزيرې سائره افضل تارړ٬مريم نواز شريف سره د پنجاب د صحت مشير خواجه سلمان رفيق هڅې هم وستائېلې۔وزيراعظم ووئيل موټروے رحيم يار خان ته رارسېدونكې ده٬پھ دې كار پیل شوې او د ملتان نه تر سكهر په موټروے كار روان دے٬د كراچۍ٬حېدر آباد په موټروے هم كار پېل شوې۔ده ووئيل د رحيم يار خان اولس ته به د موټروے څخه ګټھ ورسي۔ده ووئيل ما تل په خپل حكومت كښې موټروے جوړی كړي كوم بل ګوند يا وزيراعظم دا كار نه دې كړی۔ وزيراعظم ووئېل اسلام آباد نه تر لاهور او اسلام آباد نه تر پیښور موټروے هم مونږ جوړه كړی شوي او دا به تر كراچۍ رسولې شي۔ده ووئيل په بلوچستان كښې به د سړكونو جال غزولې شي۔خېبرپښتونخوا كښې د حسن ابدال نه تر مانسهرې او تر خنجراب موټروے هم مونږ جوړوو او دا د هېواد لويې خذمت دے ۔ده ووئيل مونږ د رېلوے سروس هم ښه كړې٬درې كاله وړاندې د رېلوے څه حالت وو۔قامي ايئر لائن پي آئي اے به هم ښه كولې شي او مونږ به د پاكستان خذمت كوو۔ده اولس ته ووئيل كله چې مسلم ليګ(ن)حكومت سنبهال كړو نو د برېښنا د لوډشېډنګ صورتحال څه وو٬نن په ټول هېواد كښې د برېښنا پیداوار پروژې پیل شوي۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد د پريكړی وړ د جنګ پريكړه مونږ كړی وه ٬په دې جنګ كښې پوليس٬پوځ٬د قانون نافذ كونكو ادارو ځوانانو او افسرانو د خپلو ځانونو قرباني وركړی دي۔)ص ف/ض ض/وس/1751)