د موجوده تجربه كارې او لائقې اقتصادي ډلې كاركردګي پياوړې ده۔د سياسي مسئلو باوجود د حكومت په كاركردګۍ كوم اغېز پرېوتلې نه دې۔ د كراچۍ د كاروباري ورورولۍ مسئلې به ډېر زر حل كړې شي۔ د تېرو څلور كلونو په مهال د پرمختګ مضبوط بنياد اېښودلې شوې۔ د اولس مشر ممنون حسېن دكراچۍ سوداګرې ورورولۍ پلاوي سره خبرې

کراچی ۔ 25 فروری (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي د موجوده تجربه كارې او لائقې اقتصادي ډلې كاركردګي پياوړې ده۔د سياسي مسئلو باوجود د حكومت په كاركردګۍ كوم فرق پرېوتلې نه دې۔ د كراچۍ د كاروباري ورورولۍ مسئلې به ډېر زر حل كړې شي۔ د تېرو څلور كلونو په مهال د پرمختګ مضبوط بنياد اېښودلې شوې۔ اولس مشر ددې خيالاتو څرګندونه د اتوار په ورځ د …

کراچی ۔ 25 فروری (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي د موجوده تجربه كارې او لائقې اقتصادي ډلې كاركردګي پياوړې ده۔د سياسي مسئلو باوجود د حكومت په كاركردګۍ كوم فرق پرېوتلې نه دې۔ د كراچۍ د كاروباري ورورولۍ مسئلې به ډېر زر حل كړې شي۔ د تېرو څلور كلونو په مهال د پرمختګ مضبوط بنياد اېښودلې شوې۔ اولس مشر ددې خيالاتو څرګندونه د اتوار په ورځ د كراچۍ سوداګرې ورورولۍ پلاوي سره خبرو كښې وكړه كوم چې د نوموړي صنعت كار او د مسلم ليك نون لارښود اشتياق بېګ په مشرۍ كښې ده سره ملاقات وكړو۔ اولس مشر ووئيل سياسي بې چېني به ډېره زر ختمه شي۔ اولس مشر ووئيل د كراچۍ مسئلو حل كولو ته خاص پام كولې شي۔ سندھ او کراچۍ له به سياسي ګټو څخه پرته كار كول وي۔ چې كراچۍ روانه وي نو پاكستان به روان وي۔ ده ووئيل د كراچۍ د سوداګرې ورورولۍ مسئلې به زر تر زره حل كړې شي۔ اولس مشر ووئيل د پاکستان چین اقتصادی راهدارۍ تر سېوري لاندې د اقتصادي زونز جوړولو منصوبه جاري ده۔ ده ووئيل په تېرو څو كلونو كښې د پرمختګ مضبوط بنياد اېښودلې شوې۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې د كراچۍ نوموړو تجارانو ووئيل كراچۍ كښې د امن او امان په ځائې كول د حكومت لويه كارنامه ده۔ د تېرو څلورو كلونو په مهال قامي معيشت پياوړې شوې او افراط زر كښې ښكاره كمې راغلې۔تجارانو لارښودو ووئيل وفاقي حكومت كراچۍ لپاره غوره پرمختيائي منصوبې جوړې كړې دي۔