اولس مشر ممنون حسېن به (نن) په څلور ورځنۍ دوره قطر ته روانېږي

اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن به (نن) د خالي په ورځ د اكتوبر په 22مه نيټه په څلور ورځنۍ دوره قطر ته روانېږي او تر 25م اكتوبر به هلته استوګنه كوي ۔په دې موقع به اولس مشر د قطر امير او نورو شخصياتو سره ملاقاتونه كوي او ورسره به په شريكو اړيكو او مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه كوي٬ دغسې په سيمه ايز او …

اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن به (نن) د خالي په ورځ د اكتوبر په 22مه نيټه په څلور ورځنۍ دوره قطر ته روانېږي او تر 25م اكتوبر به هلته استوګنه كوي ۔په دې موقع به اولس مشر د قطر امير او نورو شخصياتو سره ملاقاتونه كوي او ورسره به په شريكو اړيكو او مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه كوي٬ دغسې په سيمه ايز او نړيوال پېشرفت به هم خبرې كېږي۔د خارجه دفتر لخوا د جمعې په ورځ د جاري شوي بيان له مخې پاکستان او قطر ښې اړيكې لري٬ دواړه هېوادونه په سيمه ايزو او نړيوالو چارو يو ډول دريځ لري او د ملګرو ملتونو او د او آئي سي په غوندو كښې په نړيوالو فورمو د يو بل مرسته كوي۔ د دواړو هېوادونو د اولس په كچه اړيكې زيات اهميت لري۔ قطر كښې دا مهال يو لك 25 زره پاكستانيان مېشته دي چې د دواړو هېوادونو پرمختګ او سوكالۍ له كردار لوبوي٬ ۔ تېر كال په مارچ كښې د قطر امير پاكستان ته راغلے ٶ او وزیراعظم نواز شريف سږ كال فرورۍ كښې قطر ته تللے ٶ چې له مخې ئې د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكې لا زياتې شوې ۔ اولس مشر ممنون حسېن د قطر مشرانو سره به رسمې خبرې او په ملاقاتونو كښې د توان په مرسته ٬ تجارت٬ سرمايه كارۍ ٬ دفاع او د قطر ماركيټ كښې د پاكستان افرادي قوت له د روزګار موقعو پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه اړيكو ودې ته پام لرنه كوي۔ د اولس مشر دا دوره به د دواړو هېوادونو اړيكې لا قوي كولو له مرستياله وګرځي۔

مزید خبریں