كویت سټی 23 فروری (اے پی پی) كویت كښې د مېشته غیرملكیانو ترسیلات زر كښې ريكارډ كمې رامخې ته شوې۔ د كویت سینټرل بانك د اړخه جاری كړې شويو شميرې له مخې د 2017ء دريم درې مياشتنيزې په مهال كویت كښې مېشته غیرملكیانو په مجموعی توګه 0.94 بلیونه دینار ترسیلات كړې دي۔ د غیر ملكیانو ترسیلات زر كښې د 2012ء نه پس په وړمبي ځل دومره كمې رامخې ته شوې۔ …
كویت، د غیر ملكیانو ترسیلات زر كښې ریكارډ كمې شوې

مزید خبریں
كویت سټی 23 فروری (اے پی پی) كویت كښې د مېشته غیرملكیانو ترسیلات زر كښې ريكارډ كمې رامخې ته شوې۔ د كویت سینټرل بانك د اړخه جاری كړې شويو شميرې له مخې د 2017ء دريم درې مياشتنيزې په مهال كویت كښې مېشته غیرملكیانو په مجموعی توګه 0.94 بلیونه دینار ترسیلات كړې دي۔ د غیر ملكیانو ترسیلات زر كښې د 2012ء نه پس په وړمبي ځل دومره كمې رامخې ته شوې۔ بلخوا معاشی پوهانو وئيلي چې د غیرملكیانو ترسیلات زر كښې د كمی بنیادی وجه كویت كښې ګراني ده۔ حكومت په ځينو مهمو څانګو كښې سبسډی ختم كړې ده چې ترمخه ئې د بيلو څيزونو بيعې زياتې شوې دي۔ پوهانو وئيلي سركاری ادارو كښې د غیرملكیانو په ځائې د كویت وګړي بھرتی كولو سره هم ترسیلات زر كښې كمې راغلې دې۔










