تاپی ګاز پائپ لائن منصوبې سره به د سيمې هېوادونو د سړك ٬ ریل ٬بجلی ٬ ګاز ٬ آئی ټی پشمول نورو بيلو څانګو كښې شريكې رابطې زياتې شي

اسلام آباد 23 فروري (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي چې الحمدالله تاپی منصوبه په يو حقیقت كښې بدلېږي او دا يوه تاریخی موقع ده كومه چې د سيمې هېوادونو د اړيكو عكاسي كوي، تاپی ګاز پائپ لائن منصوبې سره به د سيمې هېوادونو د سړك ٬ ریل ٬بجلی ٬ ګاز ٬ آئی ټی پشمول نورو بيلو څانګو كښې شريكې رابطې زياتې شي، د په امن بحالۍ …

اسلام آباد 23 فروري (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي چې الحمدالله تاپی منصوبه په يو حقیقت كښې بدلېږي او دا يوه تاریخی موقع ده كومه چې د سيمې هېوادونو د اړيكو عكاسي كوي، تاپی ګاز پائپ لائن منصوبې سره به د سيمې هېوادونو د سړك ٬ ریل ٬بجلی ٬ ګاز ٬ آئی ټی پشمول نورو بيلو څانګو كښې شريكې رابطې زياتې شي، د په امن بحالۍ ٬ معاشی او اقتصادی پرمختګ كښې به مرسته وشي ٬سی پیك به د سيمې هېوادونو شريكو رابطو ته وده وركړي، د ګوادر بندر څخه د اقتصادی هلو ځلو په نتيجه كښې به د مينځنې اسيا رابطې زياتولې شي، د سی پیك ترمخه د موټرویز جوړولو سره به د سړك د لارې د رابطو په نتيجه كښې سيمه كښې معاشی پرمختګ كښې مرسته وشي۔ وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د تركمانستان څخه د افغانستان د لارې پاكستان او هند له د ګاز وركولو لپاره د پائپ لائن غزولو منصوبې (تاپی) ، د برېښنا ترسیل او آپټكس پروژو افتتاح په موقع د جمعې پھ ورځ د تركمانستان سرحت آباد ښار كښې دستورې ته خطاب كولو۔ ده ووئيل تركمانستان ٬افغانستان ٬ پاكستان او هند د تاپی منصوبې شراكت دار دي او د تركمانستان اولس مشر قربان علی بردی محمدوف وژن سره تاپی ګاز پائپ لائن منصوبه د انرجی او كمیونیكېشن كوریډور جوړ شوے چې ورسره به د سيمې هېوادونو سړك٬ ریل ٬برېښنا ٬ ګیس ٬ آئی ټی پشمول په نورو څانګو كښې شريكې رابطې زياتې شي او سيمه كښې د امن او امان بحالی او معاشی او اقتصادی پرمختګ كښې به مرسته وشي۔ ده ووئيل تاپی منصوبې سره به د پاكستان د توان حاجت پوره كيدو كښې مرسته وشي۔