اسلام آباد ۔ 20 فروری (اے پی پی) د اطلاعات ٬ خپرونو ٬قامي تاريخ او ادبي ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي د پاكستان د آئين عمارت په درېو ستنو ولاړ دے كومو كښې چې يو پارلمان دے۔ ټولې ادارې د آئين او آئين د پارلمان څخه وجود مومې ۔ ټولو ادارو له به د آئين ترمخه خپل خپل كردار ترسره كول وي۔ ټاكلي وزيراعظم ته ګاډ فادر او …
د پاكستان د آئين عمارت په درېو ستنو ولاړ دے كومو كښې چې يو پارلمان دے۔ ټولې ادارې د آئين او آئين د پارلمان څخه وجود مومې ۔ ټولو ادارو له به د آئين ترمخه خپل خپل كردار ترسره كول وي۔ ټاكلي وزيراعظم ته ګاډ فادر او ټاكلي حكومت ته سسیلین مافیا وئيل د پاكستان د كروړونو وګړو د رائې نفي ده۔ ټاكلې وزيراعظم خو د قلم په يو حركت كور ته لېږلې شي ولې آئين د ردۍ ټوكرۍ ته اچونكي قانون ته مخامخ كولې نشي۔ محمد نواز شریف يو سړے نه يو سوچ ٬ نظريه او جنون ګرځېدلې۔ پېښور څخه تر كراچۍ د محمد نواز شریف جنون د اولس په زړونو كښې كور كړے چا چې د ووټ د تقدس خبره كړې۔ د اطلاعات ٬ خپرونو ٬قامي تاريخ او ادبي ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب قامي اسمبلۍ كښې د خيالاتو څرګندونه
اسلام آباد ۔ 20 فروری (اے پی پی) د اطلاعات ٬ خپرونو ٬قامي تاريخ او ادبي ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي د پاكستان د آئين عمارت په درېو ستنو ولاړ دے كومو كښې چې يو پارلمان دے۔ ټولې ادارې د آئين او آئين د پارلمان څخه وجود مومې ۔ ټولو ادارو له به د آئين ترمخه خپل خپل كردار ترسره كول وي۔ ټاكلي وزيراعظم ته ګاډ فادر او ټاكلي حكومت ته سسیلین مافیا وئيل د پاكستان د كروړونو وګړو د رائې نفي ده۔ ټاكلې وزيراعظم خو د قلم په يو حركت كور ته لېږلې شي ولې آئين د ردۍ ټوكرۍ ته اچونكي قانون ته مخامخ كولې نه شي۔ محمد نواز شریف يو شخص نه يو سوچ ٬ نظريه او جنون ګرځېدلې ۔ پېښور څخه تر كراچۍ د محمد نواز شریف جنون د اولس په زړونو كښې كور كړے چا چې د ووټ د تقدس خبره كړې۔ د پاكستان اولس هغه يو بل ته نزدې كړې۔ هغه د اولس د رائې بحالولو يوه نشه ده۔ دغه سبب دے چې چرته ځي د اولس سمندر ورته راوځي۔ د لكھونو په شمېر خلقو د هغه نااهلۍ په پرېكړه د نامنظوره چغې وهلې۔ هرې آئيني ادارې ته د خپل عزت ٬ وقار او آئيني حدونو ترمخه د كومې لاس وهنې نه ځانله كار كول پكار دي۔ غلطۍ زمونږ ټولو څخه شوي ۔ د ذوالفقار علی بھټو په سولۍ كولو د خوشحالۍ څرګندونه هم غلطي وه۔ د نظریه ضرورت ترمخه آمر څخه سوګند اخستل هم تېروتنه وه۔ دا هم منل پكار دي چې په پي سي او او اېل اېف او حلف پورته كول هم ګناه او غلطي وه۔ پارلمان د اولس اصل څېره ده۔ د ايوان عزت به هغه وخت بحال شي كله چې په دې لعنت ويونكې او بريد كوؤنكې د د ايوان څخه نه وي۔ د هېواد ګوټ ګوټ څخه د ووټ د تقدس خبره كېږي۔ د ووټ د تقدس بېرغ به اوس نه ټيټېږي۔ وزیراعظم نا اهله ګرځولو نه پس اوس ثبوتونه لټولې شي۔ د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د خيالاتو څرګندونې په مهال دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل تېره ورځ چې وزيراعظم په ايوان كښې كوم بحث كړې هغې سره پاكستان په آئيني او قانوني توګه مستحكم شوې۔ د مخالفې ډلې مشر هم دا وئيلي بايد په دې بحث وړاندې شوې ؤ۔ د پاكستان 70 كاله چې څنګه تېر شوي هغه د ټولو په وړاندې دي۔ مريم اورنګزېب ووئېل مونږ له به دا كتل وي چې آيا راروان 70 كاله به هم دغسې تېرول وي۔دې ووئيل هرې آئيني ادارې له د خپل عزت ٬ وقار او آئيني حدونو ترمخه د كومې لاس وهنې نه ځانله كار كول پكار دي۔ غلطۍ زمونږ ټولو څخه شوي۔ د نظریه ضرورت ترمخه آمر څخه سوګند اخستل هم غلطي وه۔ دا هم منل پكار دي چې په پي سي او او اېل اېف او سوګند پورته كول هم ګناه او غلطي وه۔ دې ووئيل مونږ د عدالتونو احترام كوؤ ولې چې هغه د آئين او قانون نګهبان دي۔ ولې چې عدالت زما عظمت ٬ وقار او د حرمت ضامن دے۔ دې ووئيل پارلمان د آئين خالق دے كوم څخه چې ټولې ادارې راپېدا كیږي او دا آئين ددې پارلمان څخه جوړېږي۔ دې ووئيل پارلمان د اولس اصل څېره ده۔ د ايوان عزت به هغه وخت بحال شي كله چې په دې لعنت ويوونكې او بريد كوؤنكې د دې ايوان څخه نه وي۔ دې ووئيل پخواني وزيراعظم ذوالفقار علی بھټو په خپل كتاب كښې ليكلي وو چې ما قبر ته ښكته كوؤنكي دا سوچ كوي چې هغه به ما ختم كړي۔ زه به د قبر څخه په دې هېواد حكمراني كوم۔ دوهمې وزيرې ووئېل محمد نواز شریف يو شخص نه د يو سوچ ٬ نظريه او جنون ګرځېدلې ۔ په ټاكلې وزيراعظم د يوې اقامې په بنياد د تورونو باران وكړې شو۔ هغه نااهله وګرځولې شو۔ ولې نواز شريف دا پرېكړه من وعن ومنله او د خپل منصب پرېښودو پرېكړه ئې وكړه۔ دې ووئيل لكه څنګه چې پخوانې وزيراعظم كور ته ولېږلې شو دا روايت بيا رامخې ته نشي۔۔ مریم اورنګزېب ووئيل د نواز شريف د نظريې ٬ د ووټ د تقدس او د پارلمان د عزت غږ په ټول پاكستان كښې پورته كېږي۔ د غږ نه غلې كېږي۔ دې ووئېل دا د پاكستان د اولس غږ دے دا بايد واورېدلې شي۔ دې ووئيل اول نواز شريف د عدليې د آزادۍ تحريك وچلولو او اوس د عدل تحريك چلوي۔











