د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ غونډه

اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي) پبلك اكاؤنټس كمېټۍ د رېلوے وزارت ته سپارښتنه كړې چې د خپل بجټ په چارو د نهې پھ ورځ تفصيلي بريفنګ وركړئ۔د كمېتۍ غونډه د زيارت په روځ د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد احمد شاه په مشرۍ كښې وشوه۔ غونډه كښې د وزارت آډټ اعتراضاتو په اړھ بريفنګ وركړی شو۔د رېلوے چارواكو ووئيل مالي كال 13-2012 په مهال پاكستان رېلويز مالي بحران …

اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي) پبلك اكاؤنټس كمېټۍ د رېلوے وزارت ته سپارښتنه كړې چې د خپل بجټ په چارو د نهې پھ ورځ تفصيلي بريفنګ وركړئ۔د كمېتۍ غونډه د زيارت په روځ د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد احمد شاه په مشرۍ كښې وشوه۔ غونډه كښې د وزارت آډټ اعتراضاتو په اړھ بريفنګ وركړی شو۔د رېلوے چارواكو ووئيل مالي كال 13-2012 په مهال پاكستان رېلويز مالي بحران سره مخ وه۔دې لپاره ځينې ټرينونه معطل كړی شوي وو ۔ دوي ووئېل د اينجڼو د كمي د لاسه د ټرينونو شمېره كمه كړی شوې وه ۔كمېتۍ ته ووئيل شول د ريلويز وزارت د سټېټ بانك څخه اوورډرافټ آسانۍ له امله استفاده كوي او دغسې خپل ضروريات تر سره كوي۔پبلك اكاؤنټس كمېټۍ د قانون او انصاف وزارت د آډټ اعتراضاتو هم جاج واخست چې له مخې د صوبائي بار كونسلو او بار اېسوسي اېشنو 77 كروړه 44 لكه څخه زياتې ادائيګۍ غېر قانوني ګرځولي ۔شوي

مزید خبریں