لاهور۔17 فروری(اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئيلي دي راروانو ټاكنو كښې به مسلم ليګ (ن) درې كښې دوه برخې اكثريت ترلاسه كړي۔ زمونږ په ذهن كښې د كوم طاقت كمولو ٬ غورځولو يا جنګ كولو كومه منصوبه يا سوچ نشته۔ ټولې ادارې دې دخپل آئيني او قانون حد دننه پاتې كېدو سره كار وكړي۔ بايد د يو بل احترام وكړې شي۔ د كال 1990ﺀ څخه …
راروانو ټاكنو كښې به مسلم ليګ (ن) درې كښې دوه برخې اكثريت ترلاسه كړي۔ زمونږ په ذهن كښې د كوم طاقت كمولو ٬ غورځولو يا جنګ كولو كومه منصوبه يا سوچ نشته۔ ټولې ادارې دې دخپل آئيني او قانون حد دننه پاتې كېدو سره كار وكړي۔ بايد د يو بل احترام وكړې شي۔ د كال 1990ﺀ څخه د مائنس نواز شريف هڅې كولې شي۔ ولې هغه مائنس شوې نه دې۔ د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق جاتي امرا رائيونډ كښې ميډيا سره خبرې
لاهور۔17 فروری(اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئيلي دي راروانو ټاكنو كښې به مسلم ليګ (ن) درې كښې دوه برخې اكثريت ترلاسه كړي۔ زمونږ په ذهن كښې د كوم طاقت كمولو ٬ غورځولو يا جنګ كولو كومه منصوبه يا سوچ نشته۔ ټولې ادارې دې دخپل آئيني او قانون حد دننه پاتې كېدو سره كار وكړي۔ بايد د يو بل احترام وكړې شي۔ د كال 1990ﺀ څخه د مائنس نواز شريف هڅې كولې شي۔ ولې هغه مائنس شوې نه دې۔ جاتی امراء رائیونډ كښې ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل څنګه چې د نورو ادارو احترام لازم دے دغسې د پارلېمنټ احترام هم لازم دے۔ او مونږ به د يو بل احترام كولو سره مخ په وړاندې ځو۔ كه د خپلو حدونو څخه تجاوز وكړې شو نو ددې زيان به رياست ته رسي۔ ده ووئيل نواز شريف د ګوند سپريم لارښود او هم هغه به د ګوند مشر وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د نواز شريف مائنس كولو هڅې اوس نه بلكې دا د كال 1990ء څخه راروانې دي او نن كال 2018 راغې۔ 28 كالو څخه هغه مائنس نه شو۔ كوم سياستدان جبر ٬ پروپېګنډې يا ددروغو فتوې سره سياست څخه اخوا كول سم نه دي او كه دده د اخوا كولو هڅه وشوه نو دې سره به هغه لا مضبوط شي۔ د چکوال او لودھراں ضمنی ټاكنو نتيجې ددې ښكاره ثبوت دے۔ ده وئيل كال 2018ء كښې به ټاكنې كېږي او پرېكړه به وشي چې اولس مېنډېټ چاته وركوي۔ اولس ټول صورتحال ته په غړېدلو سترګو ګوري۔ ده ووئيل زمونږ په ذهن كښې د كوم طاقت كمولو ٬ غورځولو يا جنګ كولو كومه منصوبه يا سوچ نشته۔ ټولې ادارې دې دخپل آئيني او قانون حد دننه پاتې كېدو سره كار وكړي۔ بايد د يو بل احترام وكړې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د سېنېټ په ټاكنو كښې پنجاب كښې كوم اپ سېټ كېدونكې په نظر نه راځي۔ ده ووئيل د نواز شريف په مشرۍ كښې شوي غېر رسمي مشاورتي غونډه كښې د هېواد په مجموعي سياسي صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوې۔ غونډه كښې بلوچستان كښې سېنېټ ټاكنو كښې د هارس ترېډنګ اطلاعاتو نوټس اخستې شوې۔ ده ووئيل (ن) لیګ به ډېر زر مركز او صوبو لپاره پارلماني بورډز جوړ كړي۔











