محمد نواز شريف نن هم د هېواد مقبول سياسي لارښود دے٬ مسلم ليګ(ن)به راتلونكو ټول ټاكنو كښې په اكثريت كاميابي ترلاسه كړي

اسلام آباد 14 فروری (اے پي پي)د كورنيو چارو دوهم وزير طلال چوهدري وئېلي دي محمد نواز شريف نن هم د هېواد مقبول ترين سياسي لارښود دے٬ مسلم ليګ(ن)به راتلونكو ټول ټاكنو كښې په لويې اكثريت سره كاميابي ترلاسه كړي٬د لودهراں په ضمني ټاكنو كښې د مسلم ليګ(ن)ګټه واضحه ثبوت دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ يو نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې كړې۔ده ووئيل …

اسلام آباد 14 فروری (اے پي پي)د كورنيو چارو دوهم وزير طلال چوهدري وئېلي دي محمد نواز شريف نن هم د هېواد مقبول ترين سياسي لارښود دے٬ مسلم ليګ(ن)به راتلونكو ټول ټاكنو كښې په لويې اكثريت سره كاميابي ترلاسه كړي٬د لودهراں په ضمني ټاكنو كښې د مسلم ليګ(ن)ګټه واضحه ثبوت دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ يو نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې كړې۔ده ووئيل محمد نواز شريف په سباؤن كښې هم د هېواد سياست كښې مركزي نقطه وي۔ده ووئيل د مسلم ليګ(ن)مشرتابه تل آئيني او قانوني طريقه كار خپل كړې او او د قامي ادارو مضبوطيا لپاره يې كار كړې۔محمد نواز شريف او د هغه كورنۍ د قانوني حكمرانۍ لپاره پخپله عدالتونو ته وړاندې شوې۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل عاصمه جهانګير خذمات به تل ياد ساتلې شي٬هغه د كمزورو او بې وسه كسانو غږ و۔هغې تل د قانون سرلوړۍ لپاره كار كړی