اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي) د خزانې وزير سناتور اسحاق ډار په مشرۍ كښې راروانه اونۍ د بېلو نړيوالو كېدونكو غونډو جاج واخستلې شو۔په غونډې د آئي اېم اېف د منيجنګ ډائرېكټر كرسټين لاريګر او آسيائي پرمختيائي صدر تاكي هيكونكاؤ د پاكستان راتږ سره اسلام آباد كښې د مينځني آسيا اقتصادي مرستې تنظيم 15 م وزارتي كنفرنس پھ حقله د انتظاماتو هم جاج واخستلې شو۔د خزانې وزارت چارواكو …
د خزانې وزير سناتور اسحاق ډار په مشرۍ كښې راروانه اونۍ د كېدونكو نړيوالوغونډو جاج واخستلې شو

مزید خبریں
اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي) د خزانې وزير سناتور اسحاق ډار په مشرۍ كښې راروانه اونۍ د بېلو نړيوالو كېدونكو غونډو جاج واخستلې شو۔په غونډې د آئي اېم اېف د منيجنګ ډائرېكټر كرسټين لاريګر او آسيائي پرمختيائي صدر تاكي هيكونكاؤ د پاكستان راتږ سره اسلام آباد كښې د مينځني آسيا اقتصادي مرستې تنظيم 15 م وزارتي كنفرنس پھ حقله د انتظاماتو هم جاج واخستلې شو۔د خزانې وزارت چارواكو په دې حقله د چمتولي نيولو په اړه د خزانې وزير اسحاق ډار له بريفنګ وركړو۔وفاقي وزير ووئيل د مينځنۍ آسيا سيمه ايزې اقتصادي مرستې پنځلسم كنفرنس به هېوادونو ته د شريكې ګټې مرستې زياتولو لپاره مهمه موقع وركړي۔وزارتي كنفرنس كښې به د پاكستان نه ځانله افغانستان٬ آذربائيجان٬ چين٬ قزاخستان٬ منګوليا٬ كرغزستان٬ تاجكستان٬ تركمانستان٬ آذربائيجان جارجيا پلاوي ګډون كوي۔ده ووئيل حكومت د كوټلي شرح نمو سره سره هېواد كښې د نړيوالې سرمايه كارۍ لپاره لوظي دے۔ده اړوندو وزارتونو او څانګو ته سپارښتنه وكړه چې د نړيوالو غونډو كاميابۍ له په زړه پورې كار وكړي۔په غونډه كښې د خزانې وزارت او اقتصادي چارو ډويژن چارواكو ګډون كولو۔











