اولس مشر ممنون حسېن سره د اروپائي ائتلاف د عسكري كمېټۍ چيئرمېن جنرال ميخائل كوستاراكوس ملاقات وكړو

اسلام آباد 09 فروري (اے پي پي﴾اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي چې پاكستان اروپائي ائتلاف سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي٬اروپائي ائتلاف په پاكستان كښې د بېلا بېلو پرمختيائي پروژو په لړ كښې د قدر وړ مرسته كړې٬په پاكستان كښې عسكريت خوښۍ او عسكريت خوښو لپاره هېڅ ځاې نشته٬پاكستان په منطقه كښې امن او استحكام لپاره پوره اخلاص سره كار كوي٬پاكستان د ترهه ګرۍ د هر شكل مزمت …

اسلام آباد 09 فروري (اے پي پي﴾اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي چې پاكستان اروپائي ائتلاف سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي٬اروپائي ائتلاف په پاكستان كښې د بېلا بېلو پرمختيائي پروژو په لړ كښې د قدر وړ مرسته كړې٬په پاكستان كښې عسكريت خوښۍ او عسكريت خوښو لپاره هېڅ ځاې نشته٬پاكستان په منطقه كښې امن او استحكام لپاره پوره اخلاص سره كار كوي٬پاكستان د ترهه ګرۍ د هر شكل مزمت كوي او دې مقصد لپاره د پاكستان د خاورې كارول كېدو سوال هم نه پېدا كېږي۔ده دا خبرې د اروپائي ائتلاف د عسكري كمېټۍ چيئرمېن جنرال ميخائل كوستاراكوس سره د خبرو په مهال وكړې كوم چې د جمعې په ورځ په ايوان صدر اولس مشر سره ملاقات وكړو۔په دې موقع د دفاع وزارت او د ايوان صدر اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔اولس مشر ووئيل چې د جنرال ميخائل كوستاراكوس دورې سره به د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمينځه په دفاع كښې د مرستې نورې لارې هم پرانستلې شي۔ده ووئيل چې د پاكستان او چين د اقتصادي لارې پروژه د منطقې د اقتصادي پرمختګ٬استحكام او د خوشحالۍ پروژه ده٬په بشپړه توګه د دې پروژې فعاله كېدو سره به په منطقه كښې ناامني ختمه شي۔اولس مشر په افغانستان كښې د اروپائي ائتلاف د غړو هېوادونو ښه كردار وستائېلو او وې وئېل چې هيله ده د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمينځه به په سباؤن كښې د مرستې لړۍ روانه وي۔اولس مشر ووئيل چې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې مو غېر معمولي ځاني او مالي قربانۍ وركړې دي۔ده په كنټرول لائن او وركنګ باؤنډري د هند په خلاف ورزۍ او په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه په سړغړونو اندېښنه وښودله او وې وئېل چې نړيواله ټولنه دې د دې مخ نيوي لپاره خپل كردارترسره كړي