د اے پي پي په مركزي دفتر كښې د خبريالانو د كار استعداد زياتولو لپاره تربيې پروګرام پېل كړے شو

اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پي پي) د خبررسنې قامي ادارې اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان (اے پي پي) په مركزي دفتر كښې د خبريالانو د كار استعداد زياتولو لپاره د تربيې پروګرام پېل كړے كوم كښې چې خبريالانو ته په جديد تكنيكي ډول پېشه وارانه تربيه وركولې شي۔ د پروګرام وړومبې سېشن د نهې په ورځ پېل شوے چې پكښې د ادارې د بېلا بېلو څانګو انګرېزي٬ اردو٬ وېډيو نيوز٬ وېب٬ نيوز ډسك سروسز پشمول د نورو څانګو خبريالونه ته تربيه وركولې كېږي۔ د خبريالانو د كار استعداد زياتولو لپاره د كار پوهه خبريالانو خدمات ترلاسه كړې شوي دي٬ د دې پروګرام به ښه آثرات رامخې ته شي٬ خبريالانو هم د پروګرام ستائنه كړې۔