اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي پاك چين اقتصادي راهداري د ګڼو پروژو مجموعه ده او دې سره به هېواد او سيمه كښې څوكالي او پرمختګ راشي۔ده دا خبره د شورو په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې د بانك آف چائنه بورډ آف ډائرېكټرز چيئرمېن تيان ګولي سره خپلو خبرو كښې وكړه۔وزيراعظم ووئيل د پاك چين اړيكې په شريكو اصولو او ګټه اډانه دي٬د …
پاكستان كښې د بنكارۍ څانګه په كلن اوسط شرح نمو سره پرمختګ كوي

مزید خبریں
اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي پاك چين اقتصادي راهداري د ګڼو پروژو مجموعه ده او دې سره به هېواد او سيمه كښې څوكالي او پرمختګ راشي۔ده دا خبره د شورو په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې د بانك آف چائنه بورډ آف ډائرېكټرز چيئرمېن تيان ګولي سره خپلو خبرو كښې وكړه۔وزيراعظم ووئيل د پاك چين اړيكې په شريكو اصولو او ګټه اډانه دي٬د امنيت٬تجارت او بنيادي اډانې پرمختګ كښې پاكستان لپاره د چين ملاتړ رامخې ته كولو سره وزيراعظم ووئيل پاكستان او چين شريك سباؤن لري او د پاكستان او چين اقتصادي راهداري د كوم هم بهرني هېواد سره د تړون تر ټولو لويه پروژه ده۔ده ووئيل پاكستان يو متحرك د بنكارۍ نظام لري ۔د بنكارۍ څانګه د پنځو كلونو راهسې كلن اوسط شرح نمو سره پرمختګ كوي۔وزيراعظم ووئيل د دې سره سره نيغ په نيغه غېر ملكي سرمايه كاري٬د نړيوالو سرمايه كارو خوښي هم د بنكارۍ په لړ كښې د سرمايه كارۍ حجم څخه څرګندېږي د كومې مشاهده چې د يو بي اېل٬ كے بي اېل او اېچ بي اېل د اوسني سود څخه كېږي۔وزيراعظم ووئيل د پاكستان بنكارۍ څانګه كښې بهرنۍ ملكيت پرله پسې او د ذكر وړ په توګه زيات شوې۔د پاكستان حكومت چائنه ډوېلپمنټ بانك سره د 700 ملينه ډالرو فنانسنګ لوظ نامه كړې كومه چې د چين د بنكارۍ صنعت سره دا ډول وړومبنۍ رابطه ده۔تيان ګولي هېواد پرمختګ پلو روانولو او د معيشت په بحالۍ د وزيراعظم وژن وستائېلو۔ده د پاكستان فعاله بنكارۍ ستائنې سره ووئيل د پاكستان مالياتي څانګه د نړيوالو سرمايه كارو لپاره ګڼې موقعې وړاندې كوي۔ده ووئيل سي پېك د پاكستان او سيمې وګړيو لپاره د اقتصادي ګټې پروژه ده











