اسلام آباد 15 جنوری (اے پی پی)د قامې روغتيا سروسز وفاقي وزير سائره افضل تارړ وئېلي دي مونږ په ټاكنو كښې اولس سره چې كوم لوظونه كړي ؤ د الله په فضل و كرم هغه تر سره كرې شوي ٬ د حافظ آباد په تاريخ كښې تر ټولو زيات پرمختيائي كارونه زمونږ په دور كښې شوي۔د ګل په ورځ د حافظ آباد ضلع په كوټ قادربخش سيمه كښې د سوئي …
د كال 2018 په ټول ټاكنو كښې به يو ځل بيا مسلم ليګ(ن)كاميابي ترلاسه كوي او مخالفين به تر فيس بك محدود پاتې شي
اسلام آباد 15 جنوری (اے پی پی)د قامې روغتيا سروسز وفاقي وزير سائره افضل تارړ وئېلي دي مونږ په ټاكنو كښې اولس سره چې كوم لوظونه كړي ؤ د الله په فضل و كرم هغه تر سره كرې شوي ٬ د حافظ آباد په تاريخ كښې تر ټولو زيات پرمختيائي كارونه زمونږ په دور كښې شوي۔د ګل په ورځ د حافظ آباد ضلع په كوټ قادربخش سيمه كښې د سوئي ګيس پرانستې دستورې ته د خطاب په مهال وفاقي وزيرې ووئيل زمونږ حكومت په تشو نعرو باور نه لري٬تنقيد آسان دے٬كار كول ګران دي٬مونږ په كارونو كولو څرګنده كړې ۔دې ووئيل انشاﺀ الله د خپلې كاركردګۍ په سوب به د 2018 په ټاكنو كښې يو ځل بيا مسلم ليګ(ن)كاميابي ترلاسه كوي او مخالفين به تر فيس بك محدود پاتې شي۔سائره افضل تارړ ووئيل اوس د الله په فضل وكرم سره پاكستان د پرمختګ په لار روان شوې او د پاكستان پرمختګ او خوشحالي زمونږ مقصد دے








