وزیراعظم ته د سیالکوټ۔لاهور موټر وے په پروژه بریفنګ وركړې شو

اسلام آباد 08 جنوری (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی په يوه ورځنۍ دوره سیالکوټ ته رسيدلې دې۔ سیالکوټ ته په رسيدو د خارجه چارو وزیر خواجه محمد آصف د وزیراعظم هركلے وكړو دغسې د كورنيو چارو وفاقی وزیر احسن اقبال او د هوا بازۍ سلاحكار سردار مهتاب احمد هم د وزیراعظم سره ؤ۔ وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د سیالکوټ په هوائي ميدان د نړيوال ټرمېنل پرانسته وكړه۔ د …

اسلام آباد 08 جنوری (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی په يوه ورځنۍ دوره سیالکوټ ته رسيدلې دې۔ سیالکوټ ته په رسيدو د خارجه چارو وزیر خواجه محمد آصف د وزیراعظم هركلے وكړو دغسې د كورنيو چارو وفاقی وزیر احسن اقبال او د هوا بازۍ سلاحكار سردار مهتاب احمد هم د وزیراعظم سره ؤ۔ وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د سیالکوټ په هوائي ميدان د نړيوال ټرمېنل پرانسته وكړه۔ د خپلې دورې په مهال به وزیراعظم سیالکوټ كښې د مسلم لیګ (ن) ورکرز کنونشن ته خطاب کوي او د سیالکوټ ایوان صنعت او تجارت غړو سره به ملاقات هم كوي۔ د نېشنل هائی وے اتھارټی چارواكو وزیراعظم شاهد خاقان عباسی ته د سیالکوټ۔لاهور موټر وے په پروژه بریفنګ هم وركړو۔په دې مهال د این ایچ اے چارواكو وزیر اعظم ته ووئيل د سیالکوټ۔ لاهور موټر وے اوږدوالې 91.4 کلومېټره دې په دې به 43 اربه 84 کروړه روپۍ لګښت راځي۔ دوي ووئيل سړك به په څلورو برخو كښې جوړولې شي او د د پروژې وړومبۍ برخه به اپریل، دويمه برخه به اګست دغسې پاتې دوه برخې به د روان كال تر دسمبر بشپړ كړې شي۔ د این ایچ اے چارواكو ووئيل د سړكونو بنیادی ډھانچے ته پراختيا وركولو په اړه په ټول هېواد كښې نور سړكونو او موټر وے هم جوړولې شي۔

مزید خبریں