
اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف په دې خبره د اطمينان څرګندونه كړې چې سږ كال د محرم الحرام په موقع ټول قام د بې مثاله يوالي څرګندونه كړې٬ ټول هېواد كښې د عاشورې ورځ په عزت و احترام او بشپړه امن سره لونځلې شوې۔ د زيارت په ورځ د وزیراعظم هاٶس لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزیراعظم نواز شریف وئيلي دي چې قانون نافذ كوٶنكې دارې او د هر غړې د مننې مستحق دي چا چې د په فرض شناصۍ ٬ ذمه وارۍ او مينه د پاكستان د دښمنانو ناوړه ارادې كاميابۍ ته نه دي پرېښودلې۔ وزیراعظم د عاشورې په موقع د مينه والو په شعور او د ذمه وارۍ ستائنه كړې چا چې د ستائنې جوګه مستعدۍ نه يوازې څرګندونه كړې بلكې دا باور ئې وركړې چې د پاكستان قام په تندۍ سره فروعي اختلاف نه بهر راوځي۔ ده ووئيل ھغه وخت لرې نه چې پاكستانيان به د دښمنانو د غلطو ډنډورو مخنيوي كولو سره د هر ډول تعصباتو نه پرته په نړيوالو قامونو كښې ځانګړې نامه جوړه كري او پاكستان به د پاكستان د موسئس قائداعظم محمد علي جناح د تصوراتو له مخې په تندۍ سره پرمختګ كوٶنكې يو مثالي رياست جوړ شي۔