اسلام آباد 11 جون(اے پی پی)د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئېلي دي پاكستان په تېرو څو كلونو كښې د رامخې ته شوو غېر معمولي معاشي چېلنجونو باوجود معاشي استحكام ترلاسه كړے دے او اوس هېواد د پرمختګ نوې پړاؤ ته د داخلېدو بنياد اېښودلے شوے دے۔ د قامي اقتصادي سروے 2025-26 وړاندې كولو مښې د خزانې وزير ووئېل د حكومت موثره معاشي پالېسو٬مالي نظم و ضبط٬اصلاحاتي اقدامات …
پاكستان د معاشي استحكام نه پس د پرمختګ نوې پړاؤ ته داخلېږي٬شرح نمو د څلورو كالو لوړې كچې ته رسېدلې ده۔د خزانې وزير محمد اورنګزيب

مزید خبریں
اسلام آباد 11 جون(اے پی پی)د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئېلي دي پاكستان په تېرو څو كلونو كښې د رامخې ته شوو غېر معمولي معاشي چېلنجونو باوجود معاشي استحكام ترلاسه كړے دے او اوس هېواد د پرمختګ نوې پړاؤ ته د داخلېدو بنياد اېښودلے شوے دے۔ د قامي اقتصادي سروے 2025-26 وړاندې كولو مښې د خزانې وزير ووئېل د حكومت موثره معاشي پالېسو٬مالي نظم و ضبط٬اصلاحاتي اقدامات او د سرمايه كارو زيات شوي باور په سبب قامي معيشت د غوره كاركردګۍ څرګندونه كړی۔ده ووئيل مالي كال 2025-26 كښې د هېواد شرح نمو 3.7 فيصد پاتې شوه ٬ كومه چې د تېرو څلورو كلونو لوړه كچه ده۔ده ووئيل د مالي كال په پېل كښې نړيوال تجارتي غېر يقيني صورتحال٬د پشكال سختو بارانونو او په منطقه كښې د زيات شوې تاؤ تريخوالي پشان چېلنجونه موجود وو خو حكومتي پالېسيو او د معاشي نظم و ضبط له امله معيشت مستحكم پاتې شو او د سرمايه كارو باور بحال شو۔محمد اورنګزيب له مخې د پاكستان معيشت حجم په زياتېدو تر 452.1 ارب ډالر(126.9 كهرب روپو ) ته رسېدلے دے او د يو سړي سر آمدن 1751 ډالر څخه ز 1901 ډالر ته رسېدلے۔ده ووئيل كه چرې د مينځني ختيز د تاؤ تريخوالې او نور بهرني عواملو اثر نه ؤ نو شرح نمو 4 فيصد نه هم زياتېدې شوه۔د خزانې وزير ووئيل زرعي څانګه كښې مجموعي نمو 2.8 فيصد پاتې شوې او د فصلونو په څانګه كښې 1.4 فيصد مثبت نمو ريكارډ كړې شوې۔د دې له مخې لائيو سټاك زرعي معيشت تر ټولو مهمه څانګه ده٬ او زرعي جي ډي پي كښې د دې برخه نزدې 63 فيصد ده۔ د صنعتي څانګې په اړه ده ووئيل لويو صنعتونو(ايل ايس ايم)6 فيصد نمو ترلاسه كړې كومه چې د تېرو كلونو تر ټولو زياته ده۔ده ووئيل د معاشي بحالۍ ميوې د معيشت بيلو څانګو كښې په څرګند ډول تر نظره كېږي او دا بحالي په پراخا بنيادونو اډڼه لري ۔د خزانې وفاقي وزير د دې عزم څرګندونه وكړه چې حكومت ېه معاشي استحكام په پائيدار پرمختګ بدلولو٬سرمايه كاري زياتولو٬د برآمدات ودې او اولسي خوشحالۍ لپاره د اصلاحات لړۍ به روانه ساتي









