
اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف په درې ورځنۍ سركاري دوره د زيارت په ورځ آذربائیجان ته تللې۔ د اولس مشر الهام عليوف په بلنه د وزیراعظم محمد نواز شریف لخوا د آذربائیجان وړومبۍ دوره ده۔ د وزیراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال طارق فاطمي پشمول د اعلٰې كچ پلاوې هم وزيراعظم سره دے۔ وزيراعظم به په باكو كښې د اولس مشر الهام علیوف او وزیراعظم آرتھرراسېزادے سره په دوه اړخيزه اړيكو خبرې كوي چې پكښې به د تجارت او سرمايه كارۍ پشمول اقتصادي مرستې ته هم پام كولې شي ۔ دوي به په سيمه ايزو او نړيوالو چاور هم خبرې كوي۔ د دورې په مهال د شريكې اعلامي لاس ليك كېدو توقع هم ده۔