چوهدري برجېس طاهر د محرم الحرام د جلوسونو جاج واخست

ننکانہ صاحب۔ 12 اکتوبر (اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري محمد برجېس طاهر د شورؤ په ورځ د شېخوپوره صفدر آباد تحصيل كښې د محرم الحرام په لړ كښې د ويستلې شويو تعزيتي جلوسونو امنيت جاج واخست۔ ده د مقامي انتظاميې او پوليس امنيت د اطمينان وړ ګرځولو سره هدايت وكړو چې د جلوسونو ساتنې په لړ كښې دې په SoPs سختۍ سره عمل وكړې شي۔ ده وروستو ميډيا سره خبرو كښې ووئيل حكومت او امنيتي ادارو ټول پاكستان كښې د محرم الحرام جلوسونو ساتنې له خاص انتظامات كړي وو۔ ده ووئيل د حسېن رضی الله عنه ژوند مونږ ته يو سبق راكوي چې په هېڅ صورت هم د كوم ظالم وړاندې سر ټېټدې نه شي او حق لپاره د ځان قرباني هم وركول كېدې شي۔ ده ووئيل نن كشميرې او فلسطينې اولس د فلسفه حسېنيت ترمخه د هند او اسرائيل قابض ځواكونو مخې ته ولاړ دي او په نره د دوئي مقابله كوي۔ ده ووئيل د حسېنيت پېغام سره ټوله نړۍ څخه ظلم وجبر ختمېدې او په انصاف اډانه نظام جوړېدې شي۔