
مانسهرہ 28 اپرېل (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي خېبر پښتونخوا كښې نوې پاكستان مونږ جوړو٬ اولس به د پاكستان د پرمختګ په لاره كښې پراته خنډان لرې كړي٬ سازشونه كوٶنكو سره به اولس وګوري٬ مونږ په چغو سورو نه په كار كولو باور لرو ٬زمونږ مقصد دهرنې كول نه پاكستان د نړۍ غوره هېواد جوړولو له كار كول دي ٬ تر كال 2018 به لوډشېډنګ ختم شي٬ برېښنا د يونټ په سر 2 نيمې روپۍ ارزانوو، هېواد د مسئلو نه خلاصوو او اقتصادي پرواز ته يې چمتو كوٶ۔وزيراعظم د هزاره پوهنتون لپاره د يو ارب روپو ګرانټ ٬ د لېپ ټاپس وركولو شمېره يو په دوه زياتولو ٬ مانسهرہ، بالا کوټ، بټل، چھتر پلېن او د ناران کاغان سيمو لپاره د ګاز وركولو٬ د تېلو بېعه نه زياتولو او د مانسهرہ بائي پاس، اېبټ آباد فوارہ چوك څخه تر پبلك سكول د يو ارب روپو په لګښت د سروس سړك جوړولو پشمول د يو شمېر پرمختيائي پرژو اعلان هم وكړو ۔د زيارت په ورځ په ډهډيال كښې اولسي غونډې ته خپله وېنا كښې وزیراعظم محمد نواز شریف ووئيل