
اسلام آباد ۔ 12 اکتوبر (اے پی پی) وزیراعظم محمد نوازشریف وئيلي دي حضرت امام حسېن نړۍ ته د حق حفاظت له د ځانونو قربانولو سبق وركړو۔ امام عالی مقام حضرت امام حسېن د ظلم او جبر اطاعت كولو په ځائې د شهادت لاره خپله كړه او نړۍ ته ئې ثابته كړه چې آزادي يو بنيادي حق او د اسلام د تعليماتو مطابق دے۔ مونږ له به فروعي ٬ مسلكي ٬ لساني او صوبائي اختلافات هېرول او د مساواتو ٬ روادارۍ ٬ نظم وضبط او قربانۍ وركولو په ډول صفاتو ته وده وركول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د محرم الحرام 10 مې نېټې كال 1438ھ/ 2016ء په مهال خپل پېغام كښې وكړه۔ ده ووئيل عاشوره محرم مونږ ته د كربلا پېښه يادوي۔ كربلا كښې د حق او صداقت بېرغ هسك ساتلو له امام عالی مقام حضرت امام حسېن د ظلم او جبر منلو په ځائې د شهادت لاره خپلولو سره نړۍ ته دا پېغام وركړو چې آزادي بنيادي حق او دا د اسلام مطابق دے۔ د حق حفاظت د ځان حفاظت نه زيات ضروري دے۔ دا هغه پېغام دے كوم چې د خوږ نبي كريم ص ګران نمسي رض په شهادت مونږ ته ترلاسه كيږي۔ وزیراعظم ووئيل د نړۍ په تاريخ كښې داسې قرباني او استقامت مثال نه لري۔ د امام عالی مقام دا پېغام ټول انسانيت لپاره د لارې مشال دے۔ ده ووئيل مونږ له به فروعي ٬ مسلكي ٬ لساني او صوبائي اختلافات هېرول او د مساواتو ٬ روادارۍ ٬ نظم وضبط او قربانۍ وركولو په ډول صفاتو ته وده وركول وي۔ وزیراعظم ووئيل د كربلا پېښې څخه مونږ ته دا سبق ترلاسه كيږي چې ددې په رڼا كښې مونږ خپلې مسئلې حل كولې شو۔