
اسلام آباد ۔ 12 اکتوبر (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي د ګران رسول حضرت محمد مصطفی (ص) پاک نمسي د مسلمانانو د اتحاد او نظريې بچ كولو عظيم مقصد له قرباني وركړه۔ د مسئلو حل كولو له به د شبيري لارښودنې څخه استفاده كول وي۔ د امام عالي مقام او د ده د ملګرو عظيمې قربانۍ څخه رڼا ترلاسه كولو سره د شدت خوښۍ او بهرني جارحيت په ډول خطرو مقابله كېدې شي۔ د عاشورې ورځې په مهال خپل پېغام كښې اولس مشر ووئيل د محرم الحرام 10 نېټه يواځې د اسلام نه بلكه د نړيوال تاريخ يوه مهمه ورځ ده۔ ولې چې په دې ورځ د نبي پاك (ص) ګران نمسي يو عظيم مقصد لپاره قرباني وركړې وه۔ اولس مشر ووئيل دا ورځ مونږ ته په اهل بېت تېرې شوې سختۍ ګھړۍ يادوي او دا سبق هم راكوي چې كه نظريه او مقصد خطر سره مخ شي نو د دې په وړاندې هېڅ څيز څه اهميت نه لري۔ دا لويه ورځ مونږ ته دا درس راكوي چې كله ذاتي ګټو ته د اسلام په آفاقي اقدارو ترجيح وركړې شي نو ددې په نتيجه كښې سماجي انصاف خطر سره مخ شي۔ له دې كبله د امام عالي مقام او د ده د كورنۍ د قربانۍ ورځ لمانځلو سره مونږ له به دا حقيقت خپلې مخې ته اېښودل وي چې د دې ټولې سعي مقصد د لوئے څښتن رضا ترلاسه كول وو۔ نو ځكه ضروري ده چې مونږ د خپلو مسئلو حل له د شبېر لارښودنې څخه استفاده وكړو۔