وفاقي او صوبائي حكومتونو (نن) د عاشوره ورځې لپاره امنيتي انتظاماتو ته حتمي شكل وركړو

اسلام آباد ۔ 11 اکتوبر (اے پی پی) وفاقي او صوبائي حكومتونو (نن) د عاشورا ورځې لپاره امنيتي انتظاماتو ته حتمي شكل وركړې۔ د نهې په ورځ د داخله وزير چوهدري نثار علي خان په مشرۍ كښې د لوړې كچې غونډه وشوه۔ غونډه كښې د داخله سېكتر په شمول د اړوندو ادارو چارواكو ګډون وكړو۔ غونډې ته ووئيلې شو چې د عاشوره د جلوسونو امنيت لپاره ضروري انتظامات شوي دي۔ …

اسلام آباد ۔ 11 اکتوبر (اے پی پی) وفاقي او صوبائي حكومتونو (نن) د عاشورا ورځې لپاره امنيتي انتظاماتو ته حتمي شكل وركړې۔ د نهې په ورځ د داخله وزير چوهدري نثار علي خان په مشرۍ كښې د لوړې كچې غونډه وشوه۔ غونډه كښې د داخله سېكتر په شمول د اړوندو ادارو چارواكو ګډون وكړو۔ غونډې ته ووئيلې شو چې د عاشوره د جلوسونو امنيت لپاره ضروري انتظامات شوي دي۔ په دې مهال امنيت ټينګ ساتلو له ټولو انتظاماتو ته حتمي شكل وركړې شوې۔ بلخوا د پنجاب اعلی وزير شهباز شريف د امن او امان په اړه كابينه كمېټۍ ته هدايت كړې چې په دې ورځ دې امن په ځائې ساتلو له په خاص توګه ضابطه اخلاق عملي كړې شي۔ د پیپلز ګوند چيئرمېن بلاول بھټو زرداري اعلی وزير سيد مراد علي شاه ته هدايت كړې چې سندھ كښې د عاشوره په مهال امنيت لپاره بشپړ انتظامات باوري كړي۔

مزید خبریں