د بنګله دېش او انګلېنډ كركټ لوبډلووړومبنۍ ون ډے (نن) كېږي

ډھاکه 06 اکتوبر (اے پي پي) د بنګله دېش او انګلېنډ كركټ لوبډلو ترمېنځه وړومبنۍ ون ډے (نن) د جمعې په ورځ ډهاكه كښې كېږي۔ د انګلستان لوبډله به د خپلې دورې په مهال د كوربه لوبډلې په ضد درې ون ډے او د دوه ټېسټ مېچونو سېريز لوبوي۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه د سېريز دوئمه ون ډے به په 9م اكتوبر او آخري ون ډے به 12م اكتوبر لوبېږي۔ ټېسټ سېريز نه وړاندې به د انګلستان لوبډله دوه دوه ورځني مېچونه هم كوي ۔د دواړو لوبډلو ترمېنځه به وړومبې ټېسټ د 20م نه تر 24م اكتوبر او آخري ټېسټ به د 28م اكتوبر نه تر نومبر وړومبۍ نېټې لوبېږي۔