د اسلامي هېوادونو ترمېنځه تجارت زياتولو ته اړتيا ده

APP13-23 ISLAMABAD: September 23 – Ambassador of Morocco Mustapha Salahdine paid a farewell call on President Mamnoon Hussain at the Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 23 ستمبر(اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي چې د اسلامي هېوادونو ترمېنځه تجارت زياتولو ته اړتيا ده ٬ د او آئي سي غړي هېوادونه دې خپل ضرورتونه د اسلامي هېوادونو په مصنوعاتو ترسره كړي٬ د پاكستان او مراكش ترمېنځه تجارت زياتولو ته اړتيا ده٬ پاکستان سرمايه كارۍ لپاره ښه چاپېرچل لري٬ بايد د مراكش سرمايه كار د دې څخه ګټه پورته كړي۔ اولس مشر دا خبرې د جمعې په ورځ د مراكش موده ترسره كوٶنكي سفير مصطفي صلاح الدین سره خبرو كښې وكړې۔ اولس مشر ووئيل تجارت زياتولو له به دواړو هېوادونو له غېر ضروري ټېكس ختمول وي دغسې چې تجارتي هڅې زياتې شي او د دواړو هېوادونو اولس يو بل ته لا نزدې شي۔ ده ووئيل د پاکستان او مراکش ترمېنځه د تعليم كلتور او په نورو څانګو كښې د پلاوو تګ راتګ زياتول پكار دي۔ اولس مشر ووئيل د مراکش خلق خپله منطقه كښې د خپل ښه او بهترين طرز عمل له امله نوميالي دي۔ ده د مراکش د وزیراعظم عبداللہ بېن کېرین په مشرۍ كښې د پرمختګ او سوكالۍ په پلو د مزل هم ستائنه وكړه۔ اولس مشر د مراكش د قيادت او اولس لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ په دې موقع موده ترسره كوٶنكي د مراكش سفير د پاكستاني حكومت په سيمه ايزو او نړيوالو چارو كښې د مراكش په مرسته مننه وكړه۔