
نيويارك 23 ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي د پاكستان او امريكې ترمينځه دوه اړخيزه تجارت زياتولو له دې تر د امريكائې منډيانو ترجيحي تجارتي رسنه باوري كړی شي دغسې چې د پاكستان او امريكې كاروباري كسانو ته د يو بل سره د كاروبار كولو موقعې په لاس ورشي ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د امريكې پاكستان بزنس كونسل او امريكې ايوان صنعت او تجارت د اړخه په شريكه وركړې شوي مېلمستيا ته خپل خطاب كښې وكړه۔وزيراعظم هيله څرګنده كړه چې د امريكې ايوان تجارت او د امريكې پاكستان بزنس كونسل به دواړه هېوادونه يو بل ته رانزدې كولو او د امريكې انتظاميه او كانګرس دې ګټې ته قائل كولو له خپل كردار ترسره كړي۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو اولس او كاروباري كسانو ترمينځه اړيكو مستحكمولو له به دا ګټوره وګرځي۔وزيراعظم ووئيل زه باور لرم چې قوي تجارتي او اقتصادي اړيكې د اولس په كچه مستحكمول د اوږدې مودې رابطو له ضروري دي۔ده ووئيل امريكا د پاكستان مهم اقتصادي او تجارتي شراكتدار دے او دا شراكتداري د دواړو هېوادونو كاروباري كسانو لپاره ګټوره ده او د پاكستان پرمختګ له هم ضروري ده۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د سرمايه كارۍ حجم د نړيوالو رجحاتو ترمخه نه دے۔ده ووئيل د دې خبرې حاجت محسوس د امريكې اولس مشر باراك اوباما او ما اكتوبر 2013 كښې ملاقات كښې محسوس كړے ؤ چې د راروانو پنځو كلونو په مهال دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كاري زياتولو له دې شريكې تګلارې جوړولو له په ګډه كار وكړې شي ۔وزيراعظم ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارتي٬اقتصادي او د سرمايه كارۍ مرستې پراخا امكانات شته۔وزيراعظم ووئيل جون 2013 كښې اقتدار سنبهالولو نه پس معيشت په سم لوري روانول٬د توان په بحران قابو موندل٬ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ مخ نيوې كول او پد تعليم سرمايه كاري زما ترجيحات وو۔ده ووئيل پاكستان كښې د شوې پرمختګ تفصيلات نه ستاسو به خبرولو زه خوشحالي محسوسوم۔ده ووئيل د ښه اقتصادي اصلاحاتو په نتيجه كښې حكومت په ټولو مهمو ا قتصادي اشاريو كاميابي ترلاسه كړې۔د پاكستان شرح نمو زياته شوې او د بجټ خساره كمه شوې۔ د پاكستان د ځينې اقتصادې اشارو ذكر كولو كشې وزيراعظم ووئيل د حكومتي اقداماتو په سوب پاكستان كښې افراط زر 3 فيصد څخه لاندې راغلې كوم چې په تېرو 47 كلونو كښې تر ټولو كم دے۔ده ووئيل سټېټ بانك آف پاكستان مئي 2016 كښې خپله مانيټري پالېسۍ كښې ډسكاؤنټ رېټ تر 5.75 فيصد كمولو اعلان كړې او دا هم په تېرو څلورو لسيزو كښې تر ټولو كم دے۔وزيراعظم ووئيل د مورګن سټينلے كېپيټل انټرنېشنل د اړخه د كراچۍ سټاك ايكسچينج يو ښه ماركيټ ګرځول مهم پېشرفت دے۔ده ووئيل د پاكستان معيشت مثبت پلو روان شوے او كال 16-2015 كښې 4.71 فيصده ګروت رامخې ته شوې كوم چې تېره لسيزه كښې تر ټولو زيات دے۔وزيراعظم ووئيل حكومت تهري جي او فور جي سپيكټرم لائسنسونو په كاميابې نېلامي كړې چې ورسره په هېواد كښې د مواصلات او ډېټا ټرانسفر پراخا موقعې ترلاسه شوي۔ده ووئيل پاكستان به ډېر زر د آئي اېم اېف پروګرام بشپړ كړي٬د پاكستان په تاريخ كښې په دوهم ځل د آئي اېم اېف پروګرام به كاميابۍ بشپړول د پاكستان د ښه معيشت او د حكومت د اړخه د اصلاحاتو عكاسي ده۔ده ووئيل فوربز اعتراف كړې چې پاكستان په نړيواله كچه په اقتصادي لحاظ د يو غوره مقام ترلاسه كولو صلاحيت شته او مونږ د امريكې تذويراتي شراكتداره جوړېدو خوښي لرو۔ده ووئيل بلوم برګ پاكستان په 2014 كښې د ښه كاركردګۍ وړ په لسو منډيانو كښې په دريم لمبر او په 2016 كښې د سرمايه كارۍ په ښو هېوادنو كښې په 14 لمبر شمېرلې۔وزيراعظم ووئيل د نړۍ ښو نړيوالو كرېډېټ ريټنګ ايجنسو د پاكستان تېرو دريو كلونو په مهال معيشت ښه والي لپاره ترلاسه كېدونكې كاميابۍ ستائېلې۔ده ووئيل سټينډرډ اينډ پور او موډيز دواړو د پاكستان كرېډېټ ريټنګ مستحكم څخه مثبت ګرځولی۔ وزيراعظم ووئېل د دې نه ځانله فچ هم د پاكستان ريټنګ مستحكم شمېرلې۔ده ووئيل زمونږ معاشي كاميابۍ په خاص توګه د ستائنې وړ دي ځكه چې دا كاميابۍ مونږ په يو داسې وخت كښې ترلاسه كړي كله چې مونږ د ترهه ګرۍ ختمولو له پھ مهمو عملياتو كښې بوښت وو او دا عمليات په ټول هېواد كښې د ترهه ګرۍ ختمولو له پېل شوي۔ده ووئيل د لوے څښتن په فضل مونږ د رياست رېټ بحالولو جوګه شوي يو۔